تازه خبرونه

اسرائیلو د دښمنانو د څارنې لپاره یوه پوځي څارګره سپوږمکۍ خلا ته وتوغوله

Published

on

Reuters
(Last Updated On: چنګاښ ۱۶, ۱۳۹۹)

اسرائیلو د دوشنبې پر سهار د پوځیانو د څارنیزو اطلاعاتو د ترلاسه کولو لپاره یوه سپوږمکۍ، چې د لید پوره وړتیا لري فضا ته وتوغوله.

اسرائیل، چې د خپلو څارګرزو وړتیاوو د پراختیا په حال کې دی؛ غواړي هغه هېوادونه په ځانګړي توګه ایران تر خيب څار لاندې ونیسي، چې هستوي ګواښونه رامنځته کولی شي.

دغه سپوږمکۍ افک-۱۶ نومیږي، چې د پوځي موخو لپاره خلا ته توغول شوې ده.

د اسرئیلو دفاع وزیر این ماهواره جاسوسی نظامی با نام افک-۱۶ به فضا پرتاب شده است.

بني ګانتس څرګنده کړې: مونږ به د اسرائیلو د ځواکمنۍ او وړتیاوو د خوندي کولو لپاره په هره جبهه او هر ځای کې د ژغورنې هڅې تر سره کوو.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دغه سپوږمکۍ په ځمکه، هوا، خلا او اوبو کې د اسرائیلي ځواک وړتیاوې پیاوړې کوي.

دغه سپوږمکۍ، چې د اسرائیلو د خلا دفاعي شرکت پرې کار کړی؛ د یوې اوونۍ په دننه کې به خپل لومړني انځورونه مخابره کړي. سرچینه: رویترز.

Trending

Exit mobile version