سیمه ییز خبرونه
اسرائیلو او حماس په ۵ ساعته اوربند هوکړه وکړه
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
اسرائیلو او حماس په غزه کې وروسته له نهه ورځو نښتو په ۵ ساعته اوربند هوکړه وکړه. دغه اوربند په محلي وخت نن لس بجې پیل شوي او تردرې بجو به روان وي.
حماس او اسرائیلو ویلي دغه انسان دوستانه اوربند د ملگرو ملتو لخوا وړاندیز شوی، چې ومنل شو. دغه اوربند د غزې فلسطینیانو ته؛ ځکه اعلان شوی، چې خلکو ته د خوراکي توکو د برابرولو لپاره او روغتیایی چارو ته د بشپړ لاسرسي د میندلو لپاره وخت پیدا شي.
حماس ډلې د دې نښتې په نهمه ورځ پر اسرائیلو۱۳۰ توغندي توغولي او د فلسطینیانو تلفات هم ۲۱۶ تنو ته رسیږي.
دغه راز پرون هم د اسرائیلو په برید کې څلور ماشومان پر غزې د اسرائیلو په برید کې وژل شوي دي.
له دې مخکې مصر د اوربند غوښتنه کړې، خو د حماس د پوځیانو له لوري رد شوې وه.