نړۍ

اسرائیلو د شنبې پر ورځ د خوشې کېدونکیو بندیانو نوملړ ترلاسه کړ

Published

on

د څلور ورځني اوربند د هوکړې د یوې برخې په توګه پرون د یوې ډلې بندیانو له خوشې کیدو وروسته د اسرائیلو حکومت ویلي؛ دوی د شنبې پر ورځ له غزې څخه د حماس له‌خوا د بندیانو د خوشې کېدو یو نوملړ ترلاسه کړی دی.

د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې؛ د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر په یوه اعلامیه  کې څرګنده کړی؛ د اسرائیلو امنیتي چارواکي له هغې وروسته د نوملړ بیاکتنه کوي، چې حکومت ژمنه د حماس له لوري د اکتوبر پر اوومه نیولي دي.

دا په جګړه کې لومړی اوربند دی او دواړو لوریو ټینګار کړی، چې د اوربند له پای ته رسېدو سره سم به جګړه بیا پیل شي.

د امریکا ولسمشر جوبایدن هیله څرګنده کړې، چې اوربند به وغزول شي.

خوشې شوي بندیان، چې په کې اسرائیلي ښځې او ماشومان او تایلندي کارګران شته له غزې څخه لیږدول شوي او د رفح په پوله کې مصري چارواکو ته وسپارل شول، چې بیا اسرائیلو ته ولیږدول شول.

قطر، چې د اوربند تړون منځګړیتوب کړی، ویلي؛ ۱۳ د دوه ګونی تابعیت لرونکي اسرائیلیان خوشې شوي او همدارنګه ۱۰ تایلندیان او یو فلیپیني وګړی، چې د اسرائیلو په جنوبي سیمو کې یې کار کاوه، د نیول کېدو پر مهال خوشې شول.

د اسرائيلو له زندانونو هم نهه دېرش فلسطيني ښځې او ماشومان خوشې شوي دي.

د فلسطین د سرې میاشتې ټولنې ویلي، د جمعې پر ورځ ۱۹۶ لاریو بشري مرستې، خوراکي توکي، اوبه او طبي توکي د رفح له لارې راولېږدول، چې د حماس او اسرائیلو له برید وروسته غزې ته د دغه ډول تر ټولو لوی کاروان دی.

دې ټولنې زیاته کړې، چې د اوکتوبر له ۲۱مې نېټې راپدیخوا شاوخوا ۱۷۵۹ مرستندویه موټر غزې ته داخل شوي دي.

د اسرائیلي راپورونو له مخې؛ حماس د اوکتوبر په برید کې ۱۲۰۰ کسان وژلي او شاوخوا ۲۴۰ کسان یې نیولي دي.

د فلسطین روغتیايي چارواکي ويلي، پر غزې د اسرائیلو په بمبارد کې ۱۴ زره کسان وژل شوي، چې نږدې ۴۰ سلنه یې ماشومان دي.

د غزې په سلګونه زره ۲.۳ میلیون خلکو خپل کورونه پریښي دي.

Trending

Exit mobile version