نړۍ

اسرائیلو  په تهران کې د اسماعیل هنیه د وژنې پړه ومنله

اسماعیل هنیه د حماس پیاوړی مشر ۵ میاشتې مخکې د ایران په پلازمېنه تهران کې ترور شوی و.

Published

on

د اسرائیلو دفاع وزیر یسرائیل کاتز د دوشنبې پر ورځ ( د مرغومي درېیمه) په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د حماس اسلامي غورځنګ مشر اسماعیل هنیه  دوی د ایران په پلازمېنه تهران کې ترور کړی دی.

اسماعیل هنیه د حماس پیاوړی مشر ۵ میاشتې مخکې د ایران په پلازمېنه تهران کې ترور شوی و.

رویټرز راپور ورکړی، چې دې اعتراف په سیمه کې د تهران او د هغه “سرسخت دښمن” اسرائیل ترمنځ د کړکیچ خطر زیات کړی دی.

د اسرائیلو دفاع وزیر پخپل هېواد د یمن د حوثيانو د وروستیو توغندیزو بریدونو په اړه ویلي: ‎« په دې ورځو کې، چې حوثي ترهګرې ډلې د اسرائیلو پر لور توغندیز بریدونه کوي؛ غواړم په پیل کې هغوي ته یو واضح پیغام ورکړم. مونږ حماس ته ماتې ورکړه. مونږ حزب الله ته ماتې ورکړه. مونږ د ایران دفاعي  او تولیدي جوړښتونه ړانده او زیانمن کړي دي. مونږ په سوریه کې د اسد رژیم نسکور کړ. مونږ د شر محور ته سخت ګوزار ورکړ. په یمن کې حوثي ترهګرې ډلې وروستۍ ډله ده، چې مقاومت کوي.

د اسرائيلو د دفاع وزارت د منسوبانو د ياد شپې د مراسمو د نمانځنې پر مهال ويلي، چې اسرائيل به د دغو ډلو ستراتيژيکو بنسټونو ته زيان ورسوي او د هغو مشران به ووژني. ” لکه څنګه، چې مونږ په تهران، غزه او لبنان کې د هنیه، سنوار او نصرالله سره وکړل؛ موږ به په حدیده او صنعا کې هم همداسې وکړو.”

د یمن حوثيان، چې د ایران له ملاتړه برخمنه ډله یادیږي، له څه باندې یوه کال راپدېخوا په سره بخیره کې پر سوداګریزو کښتیو بریدونه کوي او غواړي، چې په سره بحیره کې اسرائیل محاصره کړي.

حوثیانو له دې مخکې ویلي وه، چې دوی په غزه کې له فلسطینیانو سره د پیوستون لپاره کار کوي.

Trending

Exit mobile version