نړۍ

اسرائیلو په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا وړاندیز ومانه – امریکا

مصر، قطر او امریکا د اوربند د خبرو د درې منځګړو په توګه تېره اوونۍ اعلان وکړ، چې یوې نوې هوکړې ته د رسېدو په برخه کې پرمختګ شوی، چې له مخې به یې اسرائیل په غزه کې خپل اکثره پوځي عملیات بندوي، یرغمل شوي او یو شمېر فلسطیني بندیان به خوشې کیږي.

Published

on

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن، چې منځني ختیځ ته پر سفر تللی وايي، چې اسرائیلو د امریکا پر ملاتړ د اوربند وړاندیز منلی دی.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ انټوني بلینکن دغه راز له فلسطین اسلامي غورځنګ یا حماس څخه هم غوښتي، چې د اوربند اړوند ملاتړ ومني.

د دغه راپور له مخې؛ د امریکې بهرنیو چارو وزیر په دې اړه څرګنده کړې؛ اوس د غزې په تړانګه کې د اوربند د هوکړې د لاسلیکولو وخت دی، چې د حماس له‌خوا یرغمل شوي خوشې شی او په غزه کې له ویجاړونکې جګړې څخه د فلسطینیانو کړاوونه له څه باندې یوولس میاشتو وروسته تسکین شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن له دې مخکې د اسرائیلو او نړیوالو منځګړو ترمنځ په روانو خبرو کې پرمختګ ته پر نغوته د روانې اوونۍ تر پایه د اوربند د هوکړې هیله څرګنده کړې وه.

حماس، چې په غزه کې له اسرائیلو سره د جګړې اصلي اړخ دی د اوربند له وروستي وړاندیزه ناخوښي څرګنده کړې او په خبرو کې د ګډون لپاره یې د بریدونو د بندولو غوښتنه کړې ده.

اسرائیل هم اعلان کړی، چې په ځینو مواردو کې جوړجاړي ته چمتو ندی.

د انټوني بلینکن سفر په مصر کې له منځګړو سره د خبرو له نوي پړاو څخه څو ورځې مخکې په داسې حال کې ترسره شوی، چې په غزه او لبنان کې د روانو شخړو پراخېدو په سیمه کې اندېښنې رامنځته کړې دي.

په دې برخه کې اندېښنې په تېره بيا په تهران او بيروت کې د حماس او حزب الله د دوه پوځي مشرانو او قومندانانو له هدفي وژنې وروسته، چې اسرائيلو ته منسوبې شوې وې؛ د ايران له لوري د پوځي بريد شونتیا پياوړې کړه.

انتوني بلینکن د دوشنبې پر ورځ په تل ابیب کې د اسرائیلو له ولسمشر اسحاق هرتزوګ سره د کتنې په پیل کې ویلي: مونږ په یوه پرېکنده شېبه کې یوو ښایي تر ټولو ښه او ښایي وروستی چانس وي، چې یرغمل شوي کور ته راولو، اوربند رامنځ ته کړو او هر څوک د تلپاتې سولې او امنیت لپاره یوې هوکړې ته رهبري کړو.

بلینکن ایران ته هم په پټه او غیر مستقیمه نغوته کې ویلي: اوس د دې وخت دی، چې ډاډ ترلاسه شي او یڅوک د دې بهیر د له منځه وړلو لپاره ګام ونخلي.

په دې کتنه کې اسحاق هرتزوګ د بایډن د حکومت له ملاتړه د مننې ترڅنګ لهه تېرو ۲۴ ساعتونو راپدېخوا د اسرائیلو پر خلاف د وروستیو بریدونو په اړه خواشینی څرګنده کړې ده.

د اسرائیلو ولسمشر پدې اړه ویلي: دا زمونږ د نن ورځې ژوند دی. مونږ د ځمکې له څلورو کونجونو څخه تروریزم محاصره کړي یوو او مونږ د یو مقاومت لرونکي او پیاوړي ملت په توګه مبارزه کوو.

انټوني بلنکن په اسرائیلو کې د خپل سفر د دې پړاو له بشپړولو وروسته د سې‌شنبې پر ورځ د مصر ساحلي ښار الامین ته ولاړ شي، چې له مصري چارواکو سره وګوري.

د دوشنبې پر ورځ (د زمري پر نهه‌ویشتمه ) د امریکا بهرنیو چارو وزیر هم د اسرائیلو له صدراعظم بنیامین نتانیاهو او دفاع وزیر یوف ګالانټ سره دوه نیم ساعته لیدلي او خبرې یې کړې دي.

حماس د تېر اکتوبر پر اوومه پر اسرائیلو بې ساری او حیرانوونکی برید وکړ، چې ویل کېږي شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۰ نور یې یرغمل کړل؛ خو اسراېیلو له تېرو یوولس میاشتو رپدېخوا په غزه کې له ۴۰ زره ډېر فلسطینیان ووژل، چې ډېر یې ملکي وکړي دي او ویجاړوونکې جګړه د دواړو لویو تر منځ روانه وساتل شوه.

د ځینو راپورونو له مخې؛ د یرغمل شویو له دې شمېر څخه شاوخوا ۱۱۰ تنه لا هم په غزه کې د حماس له خوا بندیان دي، که څه هم اسرائیلي چارواکو اعلان کړی، چې د دوی یو پر درېیمه برخه وژل شوي دي.

مصر، قطر او امریکا د اوربند د خبرو د درې منځګړو په توګه تېره اوونۍ اعلان وکړ، چې یوې نوې هوکړې ته د رسېدو په برخه کې پرمختګ شوی، چې له مخې به یې اسرائیل په غزه کې خپل اکثره پوځي عملیات بندوي، یرغمل شوي او یو شمېر فلسطیني بندیان به خوشې کیږي.

د یکشنبې پر ورځ تل ابیب ته د انټوني بلینکن له رسیدو لږ مخکې، بنیامین نتنیاهو د خپلې کابینې د غړیو په غونډه کې ویلي، چې اسرائیل په ځینو مواردو کې انعطاف منلی شي؛ خو په ​​​​هغو قضیو کې جوړجاړي ته چمتو ندی، چې ترې یادونه یې ونکړه.

په دې اړه د اسرائیلو لومړي وزیر ټینګار کړی، چې موهږ خبرې اترې کوو؛ خو په یو اړخیزه توګه امتیازات نه‌ورکوو.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د اوربند د هوکړې په پراختیا کې درې پړاوه بهیر لرو، چې حماس به د اکتوبر د اوومې په برید کې ټول یرغمل شوي کسان خوشې کوي او په بدل کې به اسرائیل له غزې څخه خپل ځواکونه وباسي او فلسطیني بندیان به خوشې کوي.

حماس پر اسرائیلو تور پورې کړی، چې په پخواني وړاندیز کې یې نوې غوښتنې شاملې کړي، چې دوی یې د منلو وړ نه بولي.

د وسلو د قاچاق د مخنیوي لپاره د غزې – مصر د پولې په اوږدو کې د پوځي حضور ساتل او همدارنګه د غزې وېشل پر دوه برخو؛ د اسرائیلي پوځیانو شتون د دې لپاره، چې په شمال کې خپلو کورونو ته د فلسطینیانو د پلټنې توان ورکړي، د تازه شرطونه دی.

اسرائیلو د حماس ادعا رد کړې او وایي، چې دا نوې غوښتنې ندي، بلکې د تېرو غوښتنو روښانه کول دي.

دا په داسې حا کې ده، چې حماس او اسلامي جهاد د اسرائیلو پر ستر ښار د ځانمرګو بریدونو ادعاوې کړي او څرګندوي که روانه جګړه ونه ودرول شي؛ نور ورته بریدونه به هم تر سره کړي.  

Trending

Exit mobile version