نړۍ
اسرائیلو په لویدیځه غاړه کې د الجزیرې دفتر بند کړ
اسرائیلي پوځیان د یکشنبې پر سهار ( د تلې لومړۍ ) په رامالله کې د الجزیرې ودانۍ ته ننوتل او د یوې ژوندۍ خپرونې پر مهال ورته د بندولو امر وشو.
اسرائیلي ځواکونو په نیول شوې لویدیځه غاړه کې د الجزیرې خبري شبکې پر دفتر برید وکړ او دا شبکه یې د ۴۵ ورځو لپاره بنده کړه.
اسرائیلي پوځیان د یکشنبې پر سهار ( د تلې لومړۍ ) په رامالله کې د الجزیرې ودانۍ ته ننوتل او د یوې ژوندۍ خپرونې پر مهال ورته د بندولو امر وشو.
په رامالله کې د الجزیرې د دفتر مشر ولید العمري ویلي، اسرائیل غواړي له دې کړنو سره حقیقت پټ او د حقیقت اورېدلو مخه ونیسي.
د قطر د دې ټلویزیوني کانال او اسرائیلو ترمنځ اړیکې له اوږدې مودې راپدېخوا ترینګلې وې؛ خو په غزه کې د جګړې له پیله د پام وړ خړې پړې شوې دي.
اسرائیلي ځواکونو د می په میاشت کې د الجزیرې د ناصرې او ختیځ بیت المقدس پر دفترونو هم بریدونه کړي دي.
د غزې تړانګې ته د بهرنیو خبریالانو پر ننوتلو له بندیز وروسته د الجزیرې میشت کارکونکي یوازني خبریالان دي، چې کولی شي روانه جګړه له سیمې څخه تر پوښښ لاندې راولي.
اسرائیلو دا شبکه د خپل ملي امنیت لپاره ګواښ او یوه ترهګره رسنۍ پېژندلې ده. دا هغه تور دی، چې الجزیرې رد کړی دی.