نړۍ
اسرائیلي ځواکونو د غزې او مصر د پولې کنټرول هم تر لاسه کړ
د اسرائیلو پوځ د چارشنبې پر ورځ ( د غبرګولي نهمه) څرګنده کړې، چې ځواکونو یې د غزې او مصر تر منځ د پولې بشپړه څارنه پیل کړه، چې له دې سره دې ځواکونو د فلسطین ټولې ځمکنۍ پولې تر خپل کنټرول لاندې راوستې.
دغه راز اسرائیلي ځواکونو پر همدې ورځ د غزې په جنوب کې پروت پر رفح ښار خپل وژونکي بریدونه په داسې حال کې روان وساتل، چې نړیوالې محکمې پر دغه ښار د بریدونو د پای ته رسولو حکم صادر کړی دی. په دې ښار کې شاوخوا د غزې د تړانګې ۲ اعشاریه ۳ میلیون خلکو پناه اخیستې ده.
د اسرائیلو د پوځ ویاند دانیل هاګاري په یوه ټلویزیوني راپور کې څرګنده کړې، چې اسرائیلي ځواکونو د فلاډلفی دهلېز “عملیاتي” کنټرول ترلاسه کړی دی. فلاډیلفی د هغه کوډ نوم دی، چې د غزې او مصر ۱۴ کیلومټریزې پولې دې دهلیز ته اسرائیلي ځواکونو ورکړی دی.
هاګاري ویلي: “د فلاډیلفی دهلیز د حماس لپاره د اکسیجن حکم لري، چې له دې لارې په منظمه توګه د غزې تړانګې ته د وسلو د قاچاق لپاره کارول کېده.
د اسرائيلي پوځ وياند له “عملياتي” څانګې څخه خپل مطلب روښانه نکړ؛ خو له دې مخکې د اسرائيلو يوه پوځي ويلي وه، چې اوس د دې دهلېز په ځينو سيمو کې د اسرائيلو ځمکني ځواکونه ځاى پر ځاى شوي دي.
د غزې په سویل کې له مصر سره ګډه پوله د غزې د تړانګې یوازنۍ ځمکنۍ پوله وه، چې اسرائیلي ځواکونو نه وه نیولې.
د دغو ځواکونو د بریدونو په اړه نړیوالې محکمې ويلي؛ اسرائیلو تر اوسه دا نده څرګنده کړې، چې څنګه کولی شي له رفح څخه فلسطینی کډوال په بشپړ خوندیتوب کې وباسي او هغوی ته اوبه، خواړه او درمل ورسوي.
د نړیوالې محکمې حکم همدا راز حماس مکلفوي، چې سمدستي هغه اسرائیلي یرغمل خوشي کړي، چې د اوکتوبر د اوومې نېټې په برید کې یې د اسرائیلو له جنوبي برخې برمته کړي وه.
د رفح د اوسیدونکیو د څرګندونو له مخې؛ اسرائیلي ټانکونه د چارشنبې پر ورځ د رفح په لویدیځ کې د تل السلطان او د رفح پر مرکز یبنا سیمو ته ننوتل او بیا له مصر سره د پولې حائل سیمې ته شاتګ وکړ.
په غزه کې د اسرائیلو پوځي عملیات د نړیوالې ټولنې له مخالفت سره مخ شوي دي؛ خو اسرائيل وايي، دا عمليات د حماس د سخت دريځې ډلې د له منځه وړلو لپاره اړین دي، چې امريکا او يو شمېر نور لويديځ هېوادونه يې ترهګر بولي.