نړۍ

اسرائیل باید له عذر پرته غزې ته د رسېدونکیو مرستو بهیر چټک کړي – کامالا هریس

Published

on

(Last Updated On: کب ۱۴, ۱۴۰۲)

د امریکا مرستیاله ولسمشره کامالا هریس د اسرائیلو له حکومته غوښتي، چې غزې ته د مرستو د رسولو لپاره هڅې نورې هم زیاتې کړي.

کامالا هریس د یکشنبې پر ورځ ( د کب دیارلسمه) یوې غونډې ته په وینا کې ویلي: هغه څه، چې مونږ یې هره ورځ په غزه کې وینو؛ ویجاړونکې دي.

هغې زیاته کړې د غزې د تړانګې اوسیدونکي له یوه بشري ناورین سره مخ دي او تر دې دمه ګڼ‌شمېر بې ګناه فلسطینیان وژل شوي دي.

د امریکا مرستیاله ولسمشره دې ته په نغوته کې ویلي؛ د میز پر سر یې یوه هوکړه شته، چې حماس یې باید ومني.

هغې ویلي، چې اسرائیل په غزه کې د “بشري ناورین” د کمولو لپاره بشپړې هڅې  کړې نه‌دي.

د ولسمشر جو بایډن اداره هڅه کوي په‌خپل نږدې متحد فشار راوړي او له حماس سره په جګړه کې دی د یرغمل شویود خوشې کولو لپاره یو تړون ومني، چې په غزه کې شپږ اوونیزه اوربند پلي او د ډېرو مرستو د رسیدو لامل کیږي.

هریس د خپلو څرګندونو ډېره برخه اسرائیلو ته پر پاملرنې رانغاړلې، چې د امریکا د حکومت د لوړ پوړو چارواکو له‌خوا د اسرائیلو ضد تر ټولو سختې څرګندونې وې.

هغې زیاته کړې: په غزه کې خلک د لوږې له کبله مري. هلته حالات غیر انساني دي او انسانیت غواړي، چې ورودانګي.

هغه وایي: د اسرائیلو حکومت باید پرته له عذر او بهانې څخه د مرستو بهیر د زیاتولو لپاره باید ډېر کار وکړي.

د نوموړې د څرګندونو له مخې؛  د غزې د جګړې په اړه مو ولولې ناهیلې کوونکې دي.

هریس ویلي، چې اسرائیل باید غزې ته د مرستو د وردننه کېدو لپاره نوې لارې پرانیزي، غیر ضروري محدودیتونه ونه‌لګوي، د بشري کارکوونکیو او کاروانونو له نښه کولو څخه ډډه وکړي او د بنسټیزو خدماتو بیا رغولو او د بې ځایه شویو خلکو لپاره د مرستې رسولو سیسټم پر پیاوړي کولو کار وکړي؛ خواړه، اوبه او سون‌توکي ورته ورسیږي.

ټاکل شوې، چې هغه د دوشنبې پر ورځ په سپینه ماڼۍ کې د اسرائیلو د دفاعي کابینې له غړي بني ګانټز سره وګوري او تمه ده، چې دې ته ورته مستقیم پیغام وروړاندې کړي.

د دوشنبې پر ورځ د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن غزې ته د مرستو د رسولو د زیاتوالي غوښتنه وکړه او څرګندوي: د ناوړه بشري وضعیت د کمولو لپاره باید غزې ته د مرستو رسولو لړۍ پراخه شي.

بلینکن دې ته په نغوته کې، چې د غزې خلک خوراکي توکو، اوبو او نورو مرستو ته سخته اړتیا لري؛ وویل: امریکاهڅه کوي، چې د هوا په ګډون د ټولو شته دهلیزونو له لارې غزې ته نورې مرستې ورسوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسرائیلو راډیو او ټلویزیون د یکشنبې پر ورځ راپور ورکړی، چې د اسرائیلو او حماس ترمنځ د بندیانو د تبادلې وکړې ته د رسیدو لپاره په خبرو کې “نوې ستونزې” رامنځته شوې دي.

Trending

Exit mobile version