تازه خبرونه

اسرائیل د افغانستان او ایران ترمنځ د درز رامنځته کولو هڅې کوي

Published

on

یوه ایراني چارواکي ویلي، چې په ایران کې د افغانانو پر ضد رواني عملیات د دښمنانو کار دی.

د ایران د ملي مهاجرت ادارې مرستیال داوود معصومي اسرائیل تورن کړل، چې د افغانستان او ایران د خلکو د وېشلو هڅه کوي.

د ایران د مهاجرت د ملي ادارې مرستیال  داوود معصومي په کرج ښار کې (د افغانانو له ځان باورۍ څخه تر توانمندۍ پورې ) تر سرلیک لاندې کنفرانس ته د وینا پر مهال له خلکو وغوښتل، چې د دسيسو پر وړاندې له احتياطه کار واخلي او دښمن ته د درز اچولو فرصت ورنکړي.

نوموړی وایي: د دښمنانو په ځانګړي توګه د اسرائيلو فکري خونه هڅه کوي، چې د ايران او افغانستان د خلکو تر منځ درز رامنځته کړي. نن مونږ ټول بايد د دښمن پر  دسيسو  دوکه کې نشو او دښمن ته د کرکې خپرولو فرصت ورنکړو. دښمن په هېواد کې د دوه ډلو د جوړولو په لټه کې دی، چې خپلو شومو موخو ته ورسېږي؛ نو خلک دې په دې برخه کې د دښمنانو له دسیسو خبر او  محتاط اوسي.

دغه راز د ایران د اسنادو او ملکیتونو د ثبت ادارې په دې هېواد کې د افغان پانګونې له زیاتوالي خبر ورکړی دی.

د دې ادارې ویاند  صفدر کشاورز ایراني رسنیو ته ویلي، چې په ایران کې له ۵۰ سلنې ډېر بهرني شرکتونو د افغانانو دي.

نوموړي زیاته کړې: له ۱۴۰۰ لنریز لېږدیز کال راپدیخوا ۶ زره ۴۰۹ بهرني شرکتونه چوړ شوي، چې اوسمهال ۵ زره ۹۸۷ شرکتونه فعال دي. د احصائې له مخې، د راجستر شویو شرکتونو ۵۰ سلنه د افغانستان، ۲۵ په سلو کې د عراق او  پاتې  ۲۵ سلنه د کویټ، پاکستان، چین، سعودي عربستان، بحرین، هند او ترکیې د وګړو دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ایراني چارواکي د افغان مهاجرینو په اړه بېلابېل نظرونه لري؛ ځکه یوازې څو ورځې وړاندې د تهران مرستیال والي په ایران کې د افغان مهاجرینو شتون ته په نغوته کې ویلي، چې د دوی د کورونو شاوخوا ته اخلاقي، ټولنیز او اقتصادي ماینونه ایښودل شوي؛ نو، ځکه دوی باید د مهاجرینو پر وړاندې مبارزه وکړي.

Trending

Exit mobile version