تازه خبرونه

اسرائیل د ایراني ساینس پوه په وژلو کې لاس لري – جواد ظریف

Published

on

Last Updated on: ليندۍ ۸, ۱۳۹۹

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په یوه تویت کې څرګنده کړې، چې د ایران اتومي ساینس پوه محسن فخری‌‌‌زاده په وژنه کې د اسرائیلو د لاسرلو نښې نښانې ښکاره دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ایران له نړیوالې ټولنې او په ځانګړي توګه اروپایي اتحادیې غوښتي، چې شرمیدلي دوه ګوني معیارونه پای ته ورسوي او دغه دولتي تروریستي عمل وغندي.

هغه د نوموړي وژنه په کلکه غندلې ده.

اسرائیلو تر دې دمه پدې اړه څه ندي ویلي.

ایراني چارواکو په ډاګه کړې؛ د دفاع وزارت د څېړنو او نوښت سازمان د مشر محسن فخری‌زاده پر موتر وسلوالو برید کړی دی.

چارواکو زیاته کړې، چې د محسن فخری‌زاده یو ساتونکی له وسلوالو سره په نښته کې سخت ټپي شوی و ؛ خو په روغتون کې یې له ټپونو ساه ورکړه.

Trending

Exit mobile version