نړۍ

اسرائیل غزې ته د مرستې په رسولو کې خنډونه جوړوي – ملګري ملتونه

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۲, ۱۴۰۲)

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غزې ته د بشري مرستو د زیاتوالي غوښتنه کړې؛ خو د دې ادارې مشر ویلي، چې د اسرائیلو پوځي عملیات په سیمه کې د مرستو د وېش پر وړاندې خنډونه جوړوي.

رویترز راپور ورکړی، چې د امریکا د ویټو د زیانونو د مخنیوي له څو ورځو هڅو وروسته؛ امنیت شورا د جمعې پر ورځ یو پرېکړه لیک تصویب کړ، چې په کې غزې ته پر خوندي، بې خنډه او پراخ بشري لاسرسي او د جګړې د تلپاتې پای ته رسولو شرایطو ټینګار شوی دی.

په پخوانۍ مسوده کې د ۱۱ اوونیزې جګړې د سمدستي پای ته رسولو او پر مرستې رسولو د اسرائیلو د څارنې د کمولو غوښتنه شوې وه، چې امریکا ویټو کړه.

امریکا، چې د اسرائیلو متحده ده؛ په وروستي پرېکړه لیک کې له رایې ورکولو ډډه وکړه.

واشنګټن د اوکټوبر د اوومې له حملې وروسته پر ځلونو د حماس پر ضد په جګړه کې له اسرائیلو دفاع کړې ده. په هغه برید کې حماس ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۴۰ نور یې ونیول.

په ملګرو ملتونو کې د اسرائیلو استازي ګیلاد اردان ویلي، امنیت شورا باید د بندیانو پر خلاصون ډېر تمرکز کړی وای؛ ځکه، چې د مرستو پر میکانیزم تمرکز نااړین دی او اسرائیل د اړتیا له مخې د مرستو رسولو اجازه ورکوي.

حماس ویلي، چې وروستی پرېکړه لیک د سیمې د اړتیاوو د پوره کولو لپاره “ناکافي” و او د “اسرائیلي تېري” د پای ته رسولو نړیوالې غوښتنې یې له پامه غورځولې دي.

د فلسطیني د برحالې ادارې د بهرنیو چارو وزارت له دې پرېکړه لیک هرکلی کړی او وایي، چې دا ګام د تېري د پای ته رسولو، مرستو او د فلسطین د خلکو له ساتنې سره مرسته کوي.

امریکا او اسرائیلو، چې د حماس د له منځه وړلو هوډ یې کړی؛ د اوربند مخالفت کوي او څرګندوي؛ دا به حماس ته اجازه ورکړي، چې بیا تنظیم او وسله‌وال شي.

د اسرائیلو د ځمکنیو او هوایي بریدونو له زیاتېدو سره د جوبایډن ادارې پر زیاتېدونکيو تلفاتو او بشري بحران نیوکه کړې ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش ویلي، چې د اسرائیلو عملیاتو په غزه کې د بشري مرستو د وېشلو بهیر له خنډونو سره مخ کړی دی. ملګري ملتونه وايي موجوده مرستې یوازې لس سلنه اړتیاوې پوره کوي.

اسرائيل وايي؛ د جګړې له پيل راپدیخوا ۵۴۰۵ مرستندويه لارۍ، چې خوراکي توکي اوبه او طبي توکي لري غزې ته ننوتلي دي.

د غزې د روغتیا وزارت د تلفاتو وروستي ارقام ښيي، چې د اسرائیلو په بریدونو کې ۲۰۵۷ فلسطینیان وژل شوي او ۵۳۳۲۰ نور ټپیان دي. دې بریدونو د غزې لویه برخه ویجاړه کړې او له ۲ اعشاریه ۳ میلیون وګړو ډېر یې بې ځایه کړي دي.

اسرائيلو ویلي، چې د اکټوبر له شلمې څخه د ځمکنيو عملياتو له پيل راپدیخوا يې ۱۴۰ سرتېري وژل شوي دي.

Trending

Exit mobile version