نړۍ
اسرائیل پر سویلي سوریې برید وکړ؛ دمشق برید وغانده
د سوریې بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د بېپیلوټه الوتکې دغه برید د پلازمېنې په لويدیځ کې د کلیوالو سیمو د بیت جِن کلي تر څېرمه پر یوه ملکي موټر شوی، چې له کبله یې یو شمېر ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
اسرائیل ویلي، چې د شنبې پر ورځ یې د سوریې په سویلي برخه کې یو«ترهګر» پر نښه کړی دی؛ خو د سوریې بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ دا برید د دمشق په څنډه کې پر یوه ملکي موټر د بېپیلوټه الوتکې برید و، چې د سوریې له ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره سرغړونه ده.
د سوریې بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د بېپیلوټه الوتکې دغه برید د پلازمېنې په لويدیځ کې د کلیوالو سیمو د بیت جِن کلي تر څېرمه پر یوه ملکي موټر شوی، چې له کبله یې یو شمېر ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
د سوریې دولتي ټلویزیون راپور ورکړی، چې په برید کې یو کس ټپي شوی دی.
د اسرائیل پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په سویلي سوریه کې یې پر هغه کس ډزې کړې، چې د دوی پر وینا«ترهګر» و او فعالیتونو یې د اسرائیلي سرتېرو پر وړاندې سمدستي ګواښ رامنځته کړی و؛ خو دې پوځ نهدي ویلي، چې برید یې پر کومه بڼه ترسره کړی دی.
پهروانه اوونۍ کې د اسرائیلو او سوریې ترمنځ ترینګلتیا له هغې وروسته زیاته شوه، چې اسرائیل د سېشنبې پر ورځ د سوریې د شمال لویدیځ پر یوه هوايي اډه برید وکړ. د سوریې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام بارک دغه برید«نااړین» بللی و.
د سوریې بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دغه برید د سوریې پر خاوره د اسرائیلو د پرلهپسې بریدونو یوه برخه ده او د سوریې له ځمکني بشپړتیا«ښکاره سرغړونه» ده. دغه وزارت اسرائیل د دغو اقداماتو د پایلو مسوول بللی دی.
اسرائیلي ځواکونه اوس هم د سوریې په سویلي برخو کې فعالیت لري او اسرائیل د سوریې په سویل لویدیځ کې هغه سیمه هم تر خپلې ولکې لاندې راوستې، چې د بشارالاسد د واکمنۍ له نسکورېدا وروسته یې د ۲۰۲۴ز.کال په ډسمبر کې ونیوله.