نړۍ
اسرائیل په غزه کې برید ته د ځواب حق لري – ټرمپ
د رویټرز د راپور له مخې؛ اسرائیلي جیټ الوتکو د سېشنبې پر ورځ د غزې پر اړوند سیمو له هغې وروسته بمبارډ وکړه، چې اسرائیلو حماس له اوربند څخه پر سرغړونه تورن کړ.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چارشنبې پر ورځ ویلي، چې په غزه کې د امریکا پر ملاتړ اوربند له خطر سره مخ ندی؛ که څه هم اسرائیلو په سیمه کې هوايي بریدونه کړي او ۲۶ کسان یې ووژل.
د رویټرز د راپور له مخې؛ اسرائیلي جیټ الوتکو د سېشنبې پر ورځ د غزې پر اړوند سیمو له هغې وروسته بمبارډ وکړه، چې اسرائیلو حماس له اوربند څخه پر سرغړونه تورن کړ.
د غزې روغتیایي چارواکو ویلي؛ په بریدونو کې لږ تر لږه ۲۶ کسان وژل شوي، چې پېنځه یې د بورایج کډوالو کمپ په یوه کور کې، څلور یې د غزې ښار د صبرا د سیمې په یوه ودانۍ کې او پېنځه یې په خان یونس کې پر یوه موټر د برید پر مهال ووژل شول.
ټرمپ زیاته کړې:” هیڅ شی اوربند له خطر سره نه مخ کوي؛ تاسې باید وپوهیږئ، چې حماس یو اسرائیلي عسکر وواژه؛ نو اسرائیلیانو ځواب ورکړ او دوی باید ځواب ورکړي.” اسرائیلي پوځ د سرتېري مړینه تائید کړې ده.
د اسرائیلو پوځ تر اوسه د خپل غبرګون په اړه څه ندي ویلي؛ خو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر وایي، چې دوی د بېړنیو او ځواکمنو بریدونو امر کړی دی. د اسراییلو یوه پوځي چارواکي ویلي، چې حماس د ژیړې کرښې په اوږدو کې پر اسرائیلي ځواکونو برید کولو سره اوربند مات کړ.
د امریکا پر ملاتړ اوربند د ۲۰۲۵ کال د اوکټوبر پر لسمه نافذ شو او له دوه کلنې جګړې وروسته یې تاوتریخوالی پای ته ورساوه. دا برید د ۲۰۲۳ کال د اوکټوبر په میاشت کې پر اسرائیلو د حماس له مرګوني بریدونو وروسته پیل شول. دواړه خواوو یو بل له اوربند څخه پر سرغړونې تورن کړي دي.
ټرمپ دا خبرداری هم ورکړی: “که دوی (حماس) ښه چلند وکړي؛ نو دوی به خوشحاله وي او که دوی ښه چلند ونکړي؛ نو د دوی ژوند به په خطر کې وي او دوی به مسوول وي.”
دا په داسې حال کې ده، چې حماس د غزې د سویلي برخې په رفح کې پر اسرائیلي ځواکونو د برید مسوولیت رد کړی او د اوربند تړون ته ځان ژمن ګڼي.