سیمه ییز خبرونه
اسرائیل ښايي د ایران پر یوشمېر بنسټونو برید وکړي
راپور د امریکايي چارواکو د څرګندونو له مخې، چې نومونه یې ندي اخیستل شوي لیکلي، داسې نښې نشته، چې اسرائیل دې اټومي ودانۍ پر نښه یا دې د افرادو پر ضد وژونکي عملیات ترسره کړي.
د انبيسي ټلویزیوني څانګې د شنبې پر ورځ راپور ورکړ؛ امریکايي چارواکي په دې باور دي، چې اسرائیل به د ایران د وروستي برید په ځواب کې د دې هېواد ځینې پوځي او د انرژۍ بېخبناوې تر بریدونو لاندې راولي.
راپور د امریکايي چارواکو د څرګندونو له مخې، چې نومونه یې ندي اخیستل شوي لیکلي، داسې نښې نشته، چې اسرائیل دې اټومي ودانۍ پر نښه یا دې د افرادو پر ضد وژونکي عملیات ترسره کړي.
راپور زیاته کړې؛ اسرائیلو هم وروستۍ پرېکړه نده کړې، چې کله او څنګه ځواب ورکړي.
د دغه راپور له مخې، د اسرائیلو غبرګون ښايي د یوم کیپور د رخصتیو پر مهال هم ترسره شي.
اسرائیلو تل ویلي؛ د ایران د هغو توغندیزو بریدونو ځواب به ورکړي، چې په لبنان او غزې د اسرائیلو پر لریدونو د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه او د حزب الله د حسن نصرالله د وژل کېدو په غبرګون کې ترسره شوي دي.
د واشنګټن او تل ابیب ترمنځ پر ایران د اسرائیلو د برید په اړه مشورې اوسهم روانې دي.
