نړۍ
اسراييلو د غزې پر زيتون سيمه بمبارد كړى
پرغزې د اسراييلو له خوا د هوايي بريد په پايله كې يو تن فلسطيني وژل شوى او څلور نور ټپيان شوي دي.
د اسراييلو هوايي ځواكونو په دغه بريد كې د غزې ښار لويديځ ته د زيتون سيمه په نښه كړې ده.
اسرايلي چارواكو ادعا كړې ياد بريد يې د هغه راكټې بريد په بدل كې كړى، چې له غزې څخه د اسراييلو د بيرشيوا پرښار ترسره شوى دى.
د خپرو شويو رپوټونو په حواله د سه شنبې په سهار وختي اسرايلي هوايي ځواكونو پر غزې هوايي بريد وكړ، چې په كې يو فلسطينې وژل شوى او څلور نور ټپيان شوي دي.
بريد د غزې لويديځ ته د زيتون په سيمه تر سره شوى دى.
اسرايلي چارواكو ادعا كړې، چې فلسطينيانو له يادې سيمې څخه د اسراييلو د بيرشيوا پرښار يو توغندى توغولى، چې زيات زيان يې نه درلود ، خو په بدل كې يې دوى په غزه كې د زيتون پر سيمه هوايي بريد كړى دى.
فلسطيني چارواكو د راكټي بريد رد يا تعيد نه دى كړى، خو يوې اسرايلي راډيو ويلي، چې د فلسطين له خاورې دوه يم راكټ هم توغول شوى، خو دا څرگنده نه ده، چې كوم ځاى كې لگيدلى دى.
دا په داسې حال كې ده، چې د اسراييلي ځواكونو د هوايي او راكټي مرگونو بريدونو له لامله فلسطينيان هم كله كله د توغنديو بريدونه كوي، چې يو نيم وخت اسراييلو ته په كې مرگ و ژوبله اوړي.