تازه خبرونه

اسلام‌آباد باید د افغانانو او ترهګرو ترمنځ توپیر ومني – د پاکستان بهرنیو چارو پخوانی وزیر

Published

on

د پاکستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر بلاول بوتو زرداري د افغان مهاجرینو شړل تر پوښتنې لاندې راوست او په اړه یې د ترهګرو او خلکو ترمنځ د توپیر منلو غوښتنه کړې ده.

د پاکستان د خلکو ګوند مشر په کراچۍ کې خبريالانو سره په خبرو کې ويلي؛ د تحريک طالبان پاکستان پر ضد د اړتیا وړ پياوړیو ګامونو اخیستل بايد د ملکي خلکو پر ضد ونه‌کرول شي.

بوتو زرداري زیاته کړې: په پالیسۍ جوړولو کې باید د خلکو او ترهګرو تر منځ توپیر وشي. که د خلکو پر وړاندې هڅې وشي؛ هیڅکله به خپلې موخې ترلاسه نه‌کړئ.

د پاکستان د بهرنيو چارو پخواني وزير د يوې پوښتنې په ځواب کې ويلي، چې د ناقانونه افغان کډوالو د ایستلو په اړه د لنډمهاله حکومت تګلاره روښانه نه‌ده.

د پاکستان لنډمهالی حکومت د غیر قانوني کډوالو د ایستلو او شړلو بهیر روان ساتلی دی.

د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر په دې وروستیو کې ویلي، چې د اسناد لرونکیو مهاجرو د ایستلو او شړلو پلان هم په پام کې نیول شوی دی.

دغه راز د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د ناقانونه افغان کډوالو د ایستلو په تړاو اړوند نیوکې رد کړي او ټینګار کوي، چې دا هڅې یې له نړیوالو قوانینو سره سمې روانې دي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ د جمعې پر ورځ د اوونیزې خبري غونډې پر مهال د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي؛ دا پالیسي د پاکستان د هغو غوښتنو ښکارندويې دي، چې له مخې یې د قوانینو پر پلي کولو ټینګار کوو، چې په کې پر ناقانونه اوسېدونکیو بندیزونه هم رانغښتل شوي دي.

هغې دا یادونه هم وکړه، چې دا قوانین د امریکا په ګډون په ډېرو هېوادونو کې یو شان دي.

زهرا بلوچ ادعا کړې؛ دا پالیسي په پاکستان کې پر تائید شويو کډوالو نه پلي کیږي او حکومت د هغو اندېښنو په اړه حساس دی، چې ځینې یې افغانستان ته د بېرته ستنېدو په اړه لري.

هغې ويلي؛ پاکستان د امريکا په ګډون له هغو درېیمو هېوادونو سره، چې غواړي افغانانو ته پناه ورکړي ؛ د تګلارې په اړه په اړيکه کې دی.

Trending

Exit mobile version