تازه خبرونه

اسلامي ارزښتونو ته پر سپکاوي تورن سویډنی انځورګر مړ شو

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۲, ۱۴۰۰)

سویډنی کارټونیسټ لارس ویلکس، چې د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم پر انځوریز سپکاوي تورن پېژندل شوی و؛ په یوه ترفیکي پېښه کې له خپلو دوه ساتونکیو سره مړ او سوځېدلی دی.

لارس ویلکس له ۲۰۰۷ زېږدیز کال راپدیخوا د سپکاوي له کبله د پولیسو تر ساتنې لاندې ژوند کاوه.

د سویډن پولیسو منلې، چې د یکشنبې پر ورځ ۷۵ کلن لارس ویلکس او د هغه دوه پولیس ساتونکي له یوه روان موټر سره په ټکر کې ووژل شول.

د پولیسو د څرګندونو له مخې؛ دا پېښه هم د نورو ترافیکي پېښو په څېر څېړل کیږي؛ ځکه، چې په کې دوه پولیس هم ښکېل ول. د دې پېښې څېړنه او پلټنه د څارنوالۍ یوې ځانګړې محکمې ته سپارل شوې ده.

دغه ترافیکي پېښه د مارکاریډ کوچني ښار ته نږدې هغه مهال رامنځته شوه، چې د ویلکس موټر له یوه ټراکټور سره ټکر او هر څه په کې لولپه او وسوځېدل.

ویل کیږي، چې د ټراکټور چلوونکی ټپي دی او پېښه ناڅاپه رامنځته شوې ده.  

هغه مهال د نوموړي انځور خپرولو د مسلمانانو غصه راوپاروله او پر ضد یې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې لاریونونه ترسره شول او له القاعده سره تړلې ډلې د ویلکس د وژنې لپاره د ۱۰۰۰۰۰ ډالرو د انعام ورکړه وړاندیز کړې وه.

پر لارس ویلکس بېلابېل بريدونه وشول او ووهل شو.

دې انځور ډیپلوماټیکې لانجې هم رامنځته کړې. د سویډن د هغه وخت لومړي وزیر فریډریک رینفلډ د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د اسلامي هېوادونو له سفیرانو سره وکتل.

په ۲۰۱۵ زېږدیز کال کې ویلکس په کوپن هاګن کې د بیان د آزادۍ په یوه کنفرانس کې له یوه وسلوال برید څخه ژوندی پاتې شو؛ خو د ډنمارکي فلمونو یو ډایرکټر په کې ومړ.

Trending

Exit mobile version