تازه خبرونه

اسلامي امارت افغانستان ته د بشري مرستو د ډېرولو غوښتنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲۴, ۱۴۰۰)

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي مولوي امیر خان متقي نن سې شنبه د وږي ۲۳ په یوه خبري ناسته کې له نړیوال او آسیایي بانکونو څخه د هېواد لپاره د مرستې غوښتنه وکړه.

ښاغلي متقي ویلي، چې نړۍ باید له افغانستان سره خپلې مرستې روانې وساتي او اړتیا ده، چې د افغانستان د بیارغونې لپاره خپلې مرستې بندې نکړي.

د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې له یو اعشاریه دوه میلیارډ ډالرو مرستې هرکلی کړی او له نړیوالو ټولنو یې وغوښتل، چې له افغانستان سره خپلې مرستې روانې وساتي.

مولوي متقي وایي: دا مو د بشري سکتور لپاره مرسته ده. مونږ له نړیوال بانک، د آسیا پراختیایي بانک او اسلامي پراختیایي بانک څخه غوښتنه کوو، چې په پراختیایي برخه کې له مونږ سره په روغتیايي، روزنیزو، ښاري پراختیا او د کلیو پراختیا په حکومتي سکتورونو کې هم مرستې وکړي.

اسلامي امارت د اګست له ۳۱ وروسته هم له افغانستان څخه د امریکايي وګړیو د خوندي او ډاډمنو وتلو بهیر ته ژمن پاتې شوی او دا بهیر روان پاتې دی.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي مولوي متقي له واشنګټن غوښتي، چې د افغانستان په اړه خپله پالیسي نرمه کړي او په راتلونکي کې له دغه هېواد سره د دښمني پالیسي ونلري.

متقي دغه راز څرګنده کړې، چې دوی د امریکا په ګډون له ټولې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ ښې اړیکې غواړي.

امیرخان متقي وایي؛ له بده مرغه د دغې همکارۍ د ستاینې پرځای، امریکا د افغانانو شتمنۍ محدودې او کنګل کړې دي. زمونږ اند دا دی، چې امریکا یو لوی هېواد دی او دا باید پراخ زغم ولري. د افغانستان په څیر نوي واک ته له رسیدلي هېواد سره باید دومره ظالمانه چلند ونشي. مونږ له نړۍ سره مثبتې اړیکې غواړو. مونږ دوه اړخیزې اړیکې غواړو. مونږ ښې اړیکې غواړو. مونږ له هغو څخه هم غوښتنه کوو چې پر افغانانو نور فشار رانوړي.

نوموړي زیاته کړې، چې افغان خاوره به د هیڅ هېواد پر ضد ونکارول شي او دوی خپلو وعدو ته ژمن دي.

متقي وایي، چې اوس ټول هېواد امن دی او هر ډول پانګونې ته زمینه مساعده ده.

د هېواد د بهرني سیاست د برنامو نوي مشر هم ویلي؛ د افغانستان د سفارتونو بهرنی بهیر درېدلی ندی او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له افغان ډیپلوماټیکو استازيو سره اړیکې لري.

پداسې حال کې، چې دمګړۍ د افغانستان په اړه د نړۍ د ډېرو هېوادونو پالیسي روښانه نده؛ خو تمه ده، چې د بهرنیو چارو وزارت په بهرني سیاست کې د اوسني پړاو له یوې سختې آزموینې څخه راووځي.

Trending

Exit mobile version