تازه خبرونه

اسلامي امارت افغانستان ته د داعشي مشرانو د لېږدېدو ایرانۍ ادعا رد کړه

Published

on

د اسلامی امارت بهرنیو چارو وزارت د ایران دا ادعا، چې ګواکې د داعش مشران له عراق، سوریې او لیبیا څخه افغانستان ته لیږدول شوي؛ ردکړه.

د ایران بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان ایسنا خبري آژانس ته ویلي: دا له هیچا پټه نه‌ده، چې په وروستیو میاشتو کې د داعش مشران او د داعش روزل شوي ځواکونه له عراق، سوریې او د لیبیا له ځینو برخو څخه افغانستان ته لېږدول شوي دي. دا یوه له هغو ننګونو ده، چې په افغانستان کې واکمنه اداره او طالبان (اسلامي امارت) ورسره مخ دي.

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د جمعې پر ورځ ( د چنګاښ ۳۰) په دې اړه څرګنده کړې؛ د ایران دا ادعا سمه نه‌ده، ځکه د اسلامي امارت ځواکونو د اشغال پر مهال او ترې را وروسته د داعش پر ضد ډاډمنه مبارزه کړې او دې ډلې په افغانستان کې خپله ورانوونکی وړتیا له لاسه ورکړې ده.

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي؛ که ایران افغانستان ته د داعش د راتګ په اړه معلومات ولري؛ هیله ده همکاري وکړي، چې افغان امنیتي ځواکونه په دې برخه کې ځپونکې هڅې وکړي.

د اسلامي امارت بهرنيو چارو وزارت ویلي: افغانستان له اړوند عربي هېوادونو سره ګډه پوله نه‌لري او د دې پرځاى، چې هېوادونه د مسووليت دروند بار پر نورو واچوي؛ غوره ده، چې د خپلو پولو د امنيت په اړه خپل نړيوال مکلفيتونه ترسره کړي.

په اعلامیه کې دا هم راغلي: اسلامي امارت به هیچا ته اجازه ورنه‌کړي، چې د افغانستان ملي امنیت ته ګواښ متوجه کړي او یا زمونږ خاوره د نورو پر ضد وکاروي. ایراني چارواکي باید د خطرناکو څرګندونو پر ځای د دواړو ګاونډ او دوستو هېوادونو ترمنځ ښو اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو اړیکو ته پام راواړوي.

Trending

Exit mobile version