تازه خبرونه

اسلامي امارت بايد ترهګریزو پېښو ته د يو نندارچي په حيث ونه‌ګوري- سراج الحق

Published

on

د پاکستان جماعت اسلامي مشر سراج الحق مشال رادیو ته د پاکستان ناامنیو ته په نغوته ( اشاره ) کې څرګنده کړې؛ د طالبانو حکومت ( اسلامي امارت ) بايد د ترهګرې پېښو ته د يو نندارچي په حيث ونه‌ګوري، بلکې د ( دغو پېښو) د درولو لپاره خپل وس او صلاحيت وکاروي.

دغه راز نوموړي یادې سرچینې ته د افغان نجونو د زده‌کړو په اړه د پوښتنې په ځواب کې ویلي؛ په داسې حال کې، چې د افغانستان د حکومت د وزيرانو لوڼې او زامن له هېواده بهر په پوهنتونونو کې زده‌کړې کوي نو هغوی به پر نورو نجونو هم د علم دروازې نه بندوي.

په اسلام‌آباد کې د اسلامي امارت سفارت سرچینو څرګنده کړې، چې د سفارت چارسمبالي سردار احمد شکیب د پاکستان د جماعت اسلامي له مشر سراج الحق سره وکتل. په دې کتنه کې احمد شکیب د افغانستان له خلکو سره د پاکستان د جماعت اسلامي له اوږدمهاله ملاتړ مننه کړې او د اسلام‌آباد او کابل ترمنځ یې د پیوستون پر اړتیا ټینګار وکړ.

سراج الحق هم په افغانستان کې د ثبات د ټینګښت ستاینه وکړه او په دې برخه کې یې د خپل ګوند د ملاتړ ډاډ څرګند کړ.

دواړو خواوو د تورونو له لوبې څخه پر ډډه کولو او د رسمي سرچینو له لارې د ننګونو پر حل د ټینګار تر څنګ د سولې او ثبات لپاره د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا بحث او خبرې وکړې.

دغه مرکه په داسې حال کې خپریږي، چې ذبیح الله مجاهد د سې شنبې پر شپه ناوخته په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د پاکستان د ناامنیو په اړه د افغانانو لاس لرل رد کړل او  وایي، چې پاکستان باید خپل امنیتي وضعیت پخپله اداره کړي او په کور دننه ورته د حل لار ومومي. د افغانستان دولت اجازه نه‌ورکوي، چې د افغانستان خاوره د بل هېواد د امنیت پر ضد وکارول شي او نه هم افغانستان د سیمې د کوم هېواد د امنیت د خرابېدو مسوول دی.

Trending

Exit mobile version