تازه خبرونه
اسلامي امارت باید د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی وکړي – رینا امیري
د افغانستان د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رسنا امیري « د حقایقو د حق» د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې له اسلامي امارت څخه غوښتي، چې د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی وکړي.
رینا امیري په ایکس پاڼه کې زیاته کړې، چې اسلامي امارت باید د ورکو شویو او بندیانو کورنیو ته حساب ورکړي.
د ۲۰۱۰ ز. کال د دسمبر پر یوویشتمه د ملګرو ملتونو عمومي ناستې د مارچ څلیریشتمه له بشري حقونو څخه د سرغړونو او د قربانیانو د درناوي په اړه د حقایقو د حق د نړیوالې ورځې په توګه اعلان کړه.
د امیري دا غوښتنه په داسې حال کې راپورته کیږي، چې اسلامي امارت په ځلونو ویلي؛ په افغانستان کې د شریعت له مخې د بشري حقونو خوندیتابه ته ژمن دی.