تازه خبرونه
اسلامي امارت به سبا د سیمه نوښت د غونډې کوربه وي
Last Updated on: سلواغه ۹, ۱۴۰۲
ټاکل شوې، چې د دوشنبې پر ورځ( د سلواغې نهمه ) د بهرنیو چارو وزارت پر کوربهتوب د سیمه ییز نوښت غونډه په کابل کې جوړه شي.
د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي ويلي؛ په دې غونډه کې به د سيمې او ګاونډ هېوادونو استازي ګډون وکړي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په دې غونډ کې به د اقتصاد، اتصال او د اړيکو په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وشي.
له دې مخکې د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي وه، چې په دې څو اړخیزه غونډه کې به د ایران، روسیې، چین او پاکستان استازي ګډون وکړي.
