تازه خبرونه

اسلامي امارت به په پکتیکا کې د پاکستان وحشیانه بریدونه بې ځوابه پرې نه‌ږدي

ملي دفاع وزارت څرګنده کړې، چې په دغو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ملکي وګړي پر نښه شوي دي.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت دفاع وزارت د سې‌شنبې پر ورځ ( د مرغومي څلورمه) په پکتیکا ولایت کې د پاکستان هوایي برید دغه بریدونه تائید کړي او هغه یې پر سختو ټکو غندلي دي.

ملي دفاع وزارت څرګنده کړې، چې په دغو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ملکي وګړي پر نښه شوي دي.

د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: د افغانستان اسلامي امارت دغه وحشیانه عمل د ټولو نړیوالو اصولو خلاف او ښکاره تېري بولي او پر کلکه یې غندي.

دغه وزارت زیاته کړې، چې پاکستاني لوری باید پوه شي، چې دا ډول خپلسري کړنې د کومې ستونزې د حل لار نده.

په اعلامیه کې ټینګار شوی، چې: “اسلامي امارت به دغه بزدلانه عمل بې ځوابه پرې نږدي، بلکې د خپلې خاورې او هویت دفاع خپل نه منونکی حق ګڼي.”

د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان د هوايي برید په اړه د زلمي خلیلزاد غبرګون

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې که دا بریدونه تائید شي، ښايي اسلامي امارت غبرګون وښيي.

زلمي خلیلزاد په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې پاکستان او افغانستان یو داسې روښانه توافق ته اړتیا لري، چې هیڅوک به د بل او بل پر ضد نه خپله خاوره نه‌کاروي.

نوموړي کابل ته د پاکستان د ځانګړي استازي سفر ته په نغوته کې پوښتلي، چې آیا د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر به دغه استازي ته اجازه ورکړي، چې د دغو کړکېچونو د حل لپاره خبرې اترې پیل کړي؟!

دا بریدونه په داسې حال کې شوي، چې د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق د خبرو لپاره د یوه پلاوي پر مشرۍ کابل ته راغلی او د اسلامي امارت له لوپوړو چارواکو سره یې پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې کړې دي.

د یادونې ده، چې پاکستانيو جیټ الوتکو د سې شنبې پر ورځ (د مرغومي څلورمه) د پکتیکا د برمل ولسوالۍ ځینې سیمې په نښه کړې دي.

Trending

Exit mobile version