تازه خبرونه

اسلامي امارت بیا په افغانستان کې د بهرنیو ډلو شتون او هڅې رد کړې

Published

on

Last Updated on: غبرګولى ۱۰, ۱۴۰۱

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د څارونکې ډلې د راپور په غبرګون کې ويلي، چې له بیا واکمنېدو سره سم مو د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د زیان رسولو مخه نیولې ده.

دغه وزارت د دوشنبې پر ورځ د غبرګولي نهمه په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې؛ اسلامي امارت له ترهګرۍ سره د مبارزې او د افغانستان د ژغورنې په ګډون له نړیوالې ټولنې سره خپلو ټولو ژمنو ته ژمن دی او په افغانستان کې د بهرنیو ډلو شتون او فعالیت ردوي.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د څارنې ډلې د دیارلسم ځانګړي راپور له خپرېدو یوه ورځ وروسته، اسلامي امارت په دې راپور کې مطرح شوي مسایل رد کړل.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د القاعده او اسلامي امارت تر منځ هیڅ راز اړیکه نشته او هیڅ ډلې ته به اجازه ورنکړ شي، چې له افغانستان څخه د سیمې او نړۍ امنیت ته ګواښ پېښ کړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا څارونکې ډلې پرون په خپل راپور کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ ادعا کړې، چې القاعده له اسلامي امارت سره نږدې اړیکې لري.

په راپور کې راغلي، چې د اسلامي امارت او القاعده اړیکې اوس هم نږدې دي او د القاعدې شبکې مشر د اسلامي امارت له مشر ملا هبة الله اخوندزاده سره خپل بیعت تازه کړی دی.

په راپور کې راغلي؛ د ملګرو ملتونو د غړیو هېوادونو ارزونې ښيي، چې د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې القاعده شبکه خوندي پټنځي لري او آزادې هڅې تر سره کوي.

ملګرو ملتونو ویلي، د القاعده مشر ایمن الظواهري د تېر کال د اګست پر ۱۵ نېټه د اسلامي امارت له واک ته له رسیدو راپدیخوا یو شمېر پیغامونه ترلاسه کړي او ثبت شوې څرګندونې ښیې، چې د القاعده مشر د ۲۰۲۲ زېږدیز کال تر فبرورۍ پورې ژوندی و.

د راپور له مخې؛ په افغان خاوره کې د دغو ترهګرو ډلو شتون د ملګرو ملتونو د غړیو هېوادونو لپاره د اندېښنې وړ موضوع ده.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې له ناڅرګندو سرچینو باید معلومات تر لاسه نشي او  حکومت ته باید دا حق ورکړ شي، چې حقایق په ملګرو ملتونو کې د خپل دایمي استازي له لارې امنیت شورا او نورو هېوادونو ته وړاندې کړي.

Trending

Exit mobile version