تازه خبرونه

“اسلامي امارت” دې ترهګرو ته د امن ځالو جوړولو اجازه نه ورکوي – بریټانیا

Published

on

(Last Updated On: تله ۱, ۱۴۰۰)

بریټانې د افغانستان له اسلامي امارت غوښتي، چې په افغانستان کې دې ترهګرو ته د امن ځالو جوړولو اجازه نه ورکوي.

د افغانستان پر روانو حالاتو د ملګرو ملتونو د غونډې په درشل کې د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن ویلي، چې له افغانستان سره د دې هېواد مرستې له دې سره تړلي، چې دا هېواد له ترهګرۍ سره څه ډول مبارزه کوي. 

نوموړي زیاته کړې: په کابل کې نویو چارواکو ته ووايئ، چې تاسې پيسې غواړئ او مونږ له تاسو سره همکاري کوو؛ خو، چې افغانستان بیا د ترهګرو د روزنې پر مرکز بدل نشي.

دغه راز د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم ویلي، چې د نړۍ له نورو هېوادونو سره یو ځای به د افغانستان د نوي حکومت د رسمیت پېژندلو په اړه پرېکړه وکړي.

نوموړي زیاته کړې: آیا طالبان به ټولګډونه حکومت جوړ کړي، بشري حقونه به رعایت کړي او یا دا، چې دا هېواد بیا د تروریزم پر مرکز بدل نشي. دا هغه څه دي، چې ټول ګاونډيان یې په اړه اندېښنه لري.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه ويلي؛ دولت له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو پراخولو ته لیواله دی او له نړۍ سره داسې اړیکې غواړي، چې د افغانستان ملي ګټې په خطر کې ونه لویږي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي: تر هغه ځایه، چې د اسلامي امارت سره تړاو لري؛ مونږ پرمختللې بهرنیو اړیکو ته ژمن یو، مونږ غواړو، چې ښې او مثبتې اړیکې ولرو. مونږ غواړو، چې ښې   ډیپلوماټیکې او بې پرې اقتصادي رامنځته کړو.

د یادونې ده، چې د خلکو او هېواد کمزوری اقتصاد، حکومتداري او له نړیوالو سره د اړیکو جوړول هغه ستونزې دي، چې اوس ور سره اسلامي امارت مخ دی او د حل لپاره یې هڅې کوي.

Trending

Exit mobile version