تازه خبرونه

اسلامي امارت دې د تعامل لپاره پر بشري چلند غور وکړي – امریکا

دغه راز د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوې ډلې په یوه ګډه غوښتنه کې د افغانانو د بشري حقونو د خرابېدونکي وضعیت په اړه د سمدستي اقدام یادونه کړې او له حکومتونو یې غوښتي، چې په افغانستان کې له څرګندو بدلونونو پرته د اسلامي امارت سره د اړیکو په عادي کولو کې مرسته ونکړي.

Published

on

 د امریکا بهرنیو چارو وزارت ويلي، واشنګټن او متحدین یې له اسلامي امارت څخه غواړي، چې له تعامل مخکې د بشري حقونو په برخه کې خپل چلند ښه کړي.

د دغه وزارت ویاند ویلي، چې اسلامي امارت د امریکا په ګډون د هیڅ هېواد له‌خوا د رسمي حکومت په توګه پر رسمیت ندی پېژندل شوی. 

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وډانټ پټیل ویلي: لومړی باید ووایم؛ هیڅ هېواد په افغانستان کې د طالبانو حکومت پر رسمیت ندی پېژندلی او مونږ له خپلو متحدینو او شریکانو سره په نږدې همغږۍ کې له طالبانو څخه غواړو، چې د اړیکو له عادي کیدو مخکې د بشري حقونو په برخه کې خپل چلند ښه کړي.

دغه راز د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوې ډلې په یوه ګډه غوښتنه کې د افغانانو د بشري حقونو د خرابېدونکي وضعیت په اړه د سمدستي اقدام یادونه کړې او له حکومتونو یې غوښتي، چې په افغانستان کې له څرګندو بدلونونو پرته د اسلامي امارت سره د اړیکو په عادي کولو کې مرسته ونکړي.

اسلامي امارت د ملګرو ملتونو د کارپوهانو راپور ناسم او له حقیقت څخه لرې ګڼي او وايي، چې دا ډول راپورونه د بشري حقونو له وضعیت سره مرسته نه‌کوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې هېوادونه ورسره د رسمي حکومت په توګه تعامل لري. د ښځو حقوق؛ په ځانګړې توګه د دوی کار او زده‌کړه د افغانستان داخلي مسله ده او دا له هېوادونو سره هیڅ راز تړاو نلري.

Trending

Exit mobile version