تازه خبرونه

اسلامي امارت دې د لرغونو آثارو ساتنه او رغونه وکړي – خلک

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۱۵, ۱۴۰۰)

د بامیان ولایت یو شمېر اوسیدونکیو ويلي؛ اسلامي امارت دې د لرغونو آثارو ساتنې او بيارغونې ته، چې د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي؛ پام راواړوي، چې کورنیو او بهرنیو سیلانیانو ته د رتګ زمینه برابره او د دولت اقتصادي عوايد ډېر شي.

بامیان د هېواد یو له هغو تاریخي ولایتونو څخه دی، چې د بودا سترې مجسمې په کې دي. که څه هم دغه لرغوني آثار د څو کلونو جګړو پر مهال زيانمن شوي؛ خو بيا هم دغه لرغونې سیمه د سيلانيانو په زړونو کې ځای لري او کورني او بهرني سيلانيان ترې ليدنه کوي.

د هېواد يو شمېر اوسېدونکي د باميانو د بودا رغول او په هېواد کې د تاريخي ابداتو ساتل مهم بولي؛ خو وايي، چې په تېرو شل کلونو کې دې مسئلې ته جدي پاملرنه نده شوې.

سیمه ییز سیلاني امان الله محمودزی وایي: مونږ د باميانو د هغې سيمې ليدو ته راغلي یوو، چې تاريخي آثارو په کې موقعيت لري. د طالبانو له واکمنۍ وروسته په هېواد کې امنيت ډېر ښه شوی؛ خلک د پخوا پر پرتله په آسانۍ له يوه ځايه بل ځاى ته تګ راتګ کولى شي.

سیمه ییز سیاح او سیلاني حسین الله ویلي؛ دا یوه تاریخي سیمه ده، چې د لیدلو وړ او زړه راکښونکې ده. که دا بیا ورغول شي؛ نو ډېر سیلانیان به راشي او د سیمې خلکو ته به ورسره کاري زمینه برابره او د اسلامي امارت اقتصادي عواید هم ډېر شي.

عبدالقادر حکیمي نومي سیلاني ویلي: که مونږ اقتصادي پرمختګ ته پام وکړو؛ باید دا ډول تاریخي ځایونه ورغوو او نه یوازې ساتنه یې وکړو، بلکې سیاحت ته هم وده ورکړو. سیلانیان د هغه سیمې په اقتصاد کې مرسته کوي، چې دوی ورځي. که دا مجسمې بیارغول شي، نو د ټولې نړۍ څخه به یې لیدنې ته سیلانیان راشي.

اسلامي امارت په کابل کې له بیا واکمنېدو سره سم د هېواد د لرغونو سیمو د ساتنې او رغونې ډاډ ورکړی دی.

له دې مخکې د غور ولایت فرهنګیانو د جام منار، چې د یونسکو د نړیوالو میراثونو په نوملړ کې هم شامل دی، د ویجاړېدو له ګواښ څخه خبرداری ورکړی و.

دغه 65 مټره لوړ منار د ۱۱۹۰ زېږدیز مال په شاوخوا کې په بشپړه توګه له پخو خښتو څخه جوړ شوی او پر رڼو خښتو، ګچ و خاورې سینګار او ښکلی شوی دی.

له ۲۰۰۲ زېږدیز کال راپدیخوا دغه منار د نړۍ د میراثونو په نوملړ کې د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دی او له تېرو اووه کلونو راپدیخوا کارپوهانو خبرداری ورکړی، چې د سقوط له خطر سره مخ دی.

په کابل کې د افغانستان اسلامي له بیا واکمنېدو وروسته، د یونیسکو عمومي مشر آډري ازولي یوه بیانیه خپره کړه، چې د افغانستان د فرهنګي میراثونو د تنوع په ساتلو کې، د نړیوالو قوانینو پر بشپړ درناوي او د ټولو اړینو تدابیرو نیولو غوښتنه کوي،چې فرهنګي میراثونه د زیان او لوټ کیدو څخه وژغورل شي.

د افغانستان فرهنګي میراثونه زرګونه کلونه لرغونتوب لري؛ دا ټاټوبی د ډېرو تمدنونو څلورلاری و او د پام وړ میراثونه ترې پاتې دي، چې د تاریخ له بېلابېلو پړاوونو تر مونږ رارسېدلي او څه نا څه خوندي پاتې دي، چې د هغه مهال د هنري واک و ځواک ښکارندویي کوي.

د یادونې ده، چې په دې وروستيو کې اسلامي امارت د دې تاريخي منار د ويجاړولو د مخنيوي، رغونې او امنيت خوندي کولو لپاره ٣٠ کسيزه ډله ګومارلې ده.

Trending

Exit mobile version