تازه خبرونه
اسلامي امارت دې د هېوادني زعفرانو تولید او سوداګرۍ له پامه نه غورزوی
د خصوصي سکتورغړي له اسلامي امارته غواړي، چې د زعفرانو او نورو کرنیزو محصولا تو لپاره بېرته هوايي د هلیزو نه فعال کړي.
د هېواد د زعفرانو تولیدوونکيو او سوداګرو ويلي؛ که حکومت د زعفران سکتور ته پاملرنه ونکړي، نو ښايي په نږدې راتلونکي کې د افغانستان د دغه ګران بیه بوټي تولید او سوداګرۍ پای ته ورسیږي.
د افغانستان د زعفرانو د تولید ټو لني غړيو ويلي، چې په تېره دوه کلونو کې د کرونا وایروس او سیاسي بدلونونو له کبله د هېواد د زعفرانو سکتور ته هیڅ پاملرنه نده شوي؛ نو، ځکه سوداګري او تولیدي چاري د له منځه تلو سره مخ دي.
د زعفرا نو تولیدوونکي زیاتوي، چې د کرونا له کبله مو په کور دننه او بهر مارکیټ له لاسه وتلی؛ خو د دې سکتور د ژوندي ساتلو لپاره د حکومت کاري هڅې اړینې دي.
د زعفرانو صادروونکی عبدالبصیر عظیمي وایي: مونږ تولید درلود؛ خو د کرونا له کبله مو صادرات بند ول. اوس کو تولید او صادرات دواړه د بندېدو له زیان سره مخ دي او که راته د هوايي دهلیزونو زمینه برابره نشي؛ نو ښايي د زعفرانو کښت او جوړ سیسټم بند او له منځه ولاړ شي.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې مسوولین هم له اسلامي امارته غواړي، چې د کرنیزو محصولاتو د صادرا تو لپاره مټې رابډوهي او پام ورواړوي.
دوی څرګندوي؛ د افغانستان زعفرانو په دې روستیو کې د خوند او کفیت په سیالۍ کې پر نړیواله کچه ځانته لومړی مقام ګټلی دی.
د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال میرویس حاجي زاده وایي: زمونږ زعفرانو په تېرو څلور کلونو کې پرلپسې په نړیواله سیالي کې لومړی مقام تر لاسه کړی، چې اوس يي حالت سخت له ستونزو سره مخ دي باید ورته د صادراتو زمینه برابره شي.
د ا قتصادي چاروکارپوهانو هم د کرنې او مالدارۍ له وزارته غوښتي، چې د کورنیو کرنیزو محصولا تو د پراختیا لپاره سوداګریزې هڅي وکړي.
اقتصادي کارپوه سیدالرحمان عمران وایي: زمونږ ځینو کرنیزو محصولاتو په نړیوال مارکیټ ښه نوم درلود او هم په لوړه کچه پیرودونکي لري؛ خو اوس يي مارکیټ د له لاسه وتلو په حال کې دی، چې باید دې ستونزې ته د بیړنۍ حل لار پیدا شي.
د یادونې ده، چې د افغانستان زعفرا نو د تولید کچه نږدې شلټنو ته لوړه شوې ده او په دې سکتور کې په زرګونه هېوادوا ل په مستقیم اونامستقیم ډول کار کوي.