تازه خبرونه
اسلامي امارت دې د ښځو د کار او زدهکړو په اړه خپلې ژمنې پلې کړي
د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخواني استازي د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار د بندیز لګولو په غبرګون کې ویلي، چې اسلامي امارت دې د دوحې په خبرو کې خپلې ژمنې پلې کړي.
زلمي خلیلزاد تویت کړی؛ اسلامي امارت د دوحې د مذاکراتو په «عامه او خصوصي» ناستو کې ژمنه کړې، چې د ښځو د تعلیم او کار حق ته به درناوی کوي.
زلمي خلیلزاد د چارشنبې پر ورځ ( د وري شپاړسمه) یو ځل بیا په ډاګه کړې، چې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار بندیز پرېکړه ناسمه ده او د افغانانو کړاوونه به نور هم ډېر کړي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په ملګرو ملتونو کې د ښځو پر کار د اسلامي امارت د بنديز لګول به بشري مرستې هم راکمې کړي.
هغه ټینګار کړی، چې د اسلامي امارت وروستۍ پرېکړه له دوی سره د نړیوالې ټولنې تعاملات پېچلي کوي او د افغانستان ګټو ته زیان رسوي.
خلیلزاد دا هم څرګنده کړې: د افغانستان ښځې د زدهکړې او کار کولو بشپړ حق لري؛ دا حقونه په اسلام او نړيوالو کنوانسيونونو کې منل شوي دي.
له دې سره همهاله د ملګرو ملتونو عمومي منشي په ننګرهار کې د دغې ټولنې په دفتر کې د افغان میرمنو پر کار بندیز نوی غندلی دی.
انتونیو ګوترش تویت کړی، چې که دا پرېکړه بېرته ونه اخیستل شي؛ د ملګرو ملتونو د بنسټونو وړتیا او مرستې رسونه به اغېزمنه شي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما هم پرون ویلي، چې په ننګرهار ولایت کې د دې ادارې د ښځینه کارکوونکیو د هڅو مخه نیول شوې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما په دې اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې او د اسلامي امارت چارواکو ته یې خبرداری ورکړی، چې له ښځینه کارکوونکیو پرته خپل کار روان ساتلی نهشي.
په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي استازي بینیت هم تویت کړی، چې د ملګرو ملتونو په ادارو کې د افغان میرمنو د کار کولو د بندیز په اړه د اسلامي امارت پرېکړه له بشري حقونو څخه د سرغړونې یوه بله پېښه ده.
هغه دغه راز له اسلامي امارت غوښتي، چې خپله پرېکړه دې بېرته واخلي.
دغه راز د رویترز خبري سرچینې د راپور له مخې، اسلامي امارت د ملګرو ملتونو دفترونو ته په شفاهي ډول ویلي، چې له دې ادارې سره به نور ښځینه کارکوونکې کار نهکوي. له دې حکم سره سم د اسلامي امارت ځواکونو په ننګرهار ولایت کې د ملګرو ملتونو دفتر ته د ښځینه کارکوونکیو د ننوتلو مخه ونیوله.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د نجونو له شپږم ټولګي څخه پر پورته ښوونځيواو پوهنتونونو بندیز لګولی او ښخې یې په نادولتي ادارو کې له کار کولو منع کړې دي.