تازه خبرونه
اسلامي امارت دې د کندهار ولایت د تاريخي ابداتو ساتنه وکړي – کندهاریان
د کندهار ولایت اوسیدونکيو ویلي؛ د کندهار ولایت تاريخي سيمې د غصب او ورانېدو له خطر سره مخ دي، چې باید مسوولين یې مخه ونيسي.
د کندهار د زاړه ښار اوسیدونکي په ډاګه کوي؛ د شاه حسين هوتکي د واکمنۍ تاريخي کلا، د غصب او ويجاړېدو له خطر سره مخ ده.
په دې کلا کې د تېر حکومت د لرغون پوهانو د سپړنو پروژه هم درېدلې او ځيني کسان اوس د دې تاريخي کلا د ځينو سيمو د غصب په لټه کې دي.
دوی له اسلامي امارت څخه د دې تاريخي کلا د رغوني او ساتني غوښتنه کوي.
د کندهار د زاړه ښار اوسيدونکی عبدالله نومی وایي: حکومتونو له مونږ سره ډېرې وعدې کړې دي؛ خو پوښتنه داده، چې ولې حکومتونه دې ته وخت نلري؟
د کندهار د زوړ ښار یو بل اوسېدونکی حاجي عبدالحق وایي؛ دا دې دا اوس ټول د نړېدو په حال کې دي دا څو ځلې د اطلاعاتو او فرهنګ ريیسان راشي دلته يو څه پیسې ميسې پرې برابرې کړي او وایي، چې مونږ د نارنج ماڼې سموو بيا کرار هغه ولاړ شي.
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولين وایي، چې د تاريخي سيمو د ساتني لپاره پر يو پلان کار کوي، چې له مخي به یې تاريخي سيمي نورې هم خوندي او له غصبه وژغورل شي. د دغو سیمو ساتنه او رغونه مو لومړیتوب دی.
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ مشر نوراحمد سعيد وایي؛ دوی پر داسي يوه پلان کار پېل کړی، چې په عملي کېدو سره به یې د کندهار د ټولو تاريخي سيمو د غصب او له منځه تلو مخنيوی وشي.
نوموړي زیاته کړې؛ له ولايت مقام څخه درېیمې ناحيې ته مکتوب صادر شوی؛ ټول هغه خلک، چې د نارنج ماڼۍ په تاريخي ساحه کې ځايونه جوړوي په مطلق ډول دلته هر راز مداخله، کار کول، کېندنې کول دا ټول بند دي. مونږ غواړو، چې په راتلونکي کې ان شاالله د دې سيمې د حفاظت او ساتنې لپاره به لازم اقدامات ترسره کړو.
د کندهار نارنج ماڼۍ، چې د تېر حکومت پر مهال د لرغون پوهانو د سپړنو پروژې پر مهال په کې د تاريخ د بېلابېلو دورو اړوند تاريخي آثار موندل شوي؛ دا مهال يې د سپړنو پروژه هم ولاړه ده، چې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولين يې د بيا پېلیدو خبره کوي.
