تازه خبرونه
اسلامي امارت دې ښوونې او روزنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي – صدیق افغان
د نړۍ د فلسفي ریاضي څېړنیز مرکز رییس محمد صدیق افغان نن یکشنبه ( د وږي ۱۲ ) د ریاست الوزراء له اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په لیدنه کې د اسلامي امارت له مسوولینو وغوښتل، چې ښوونې او روزنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
په دې اړه د ریاست الوزرا له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: د نړۍ د فلسفي ریاضي څېړنیز مرکز رییس محمد صدیق افغان په هېواد کې د اسلامي نظام د استقرار له کبله خوښي څرګنده کړه.
نوموړي زیاته کړې، خلک له اسلامي نظام څخه زیاته توقع لري او دا موضوع په خلکو کې د اسلامي امارت محبوبیت نور هم زیاتوي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي محمد صدیق افغان او ده ته ورته د افغانستان نور شخصیتونه د هیواد پانګه یاده کړې او په دې اړه څرګندوي: ښوونه او روزنه د خلکو مسلم حق او اسلامي امارت ورته ژمن دی.
عبدالسلام حنفي وایي: د اسلامي امارت مسوولین خلکو ته په بېلابېلو برخو کې د وړ او غوره خدماتو لپاره د خپلو حدودو په توان کې نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کوي او په دې برخه کې به هیڅ راز هڅې ونهسپموي.
