تازه خبرونه
اسلامي امارت دې ښځو ته د زدهکړو او کار اجازه ورکړي – د اسلامي همکاریو ټولنه
د اسلامي همکاریو ټولنې (OIC) د یکشنبې پر ورځ د افغانستان اسلامي امارت له چارواکو وغوښتل، چې د نجونو لپاره دې د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانستلو هلې ځلې وکړي، چې د زدهکړو له ټولو کچو برخمنې شي.
د اسلامي همکاریو ټولنې عمومي سکرتریت د شنبې پر ورځ د اسلامي امارت د لوړو زدکړو وزارت ته د هغې پرېکړې په اړه خپله ناهیلي څرګنده کړه، چې د ټول هېواد په ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې سږکال د ښځینه زدهکړیالانو یا محصلینو د داخلیدو مخه نیسي.
د اسلامي همکاریو ټولنې تویت کړی؛ دا وروستی فرمان د کابل د رسمي چارواکو لخوا ښوونې، روزنې او عامه کارونو ته د نجونو او ښځو د لاسرسي په اړه اعلان شوي پراخ محدودیتونه نور هم سختوي.
یادې ټولنې د اسلامي امارت له چارواکو غوښتي، چې د نجونو لپاره د منځنیو ښوونځیو، لیسو او پوهنتونونو د بیا پرانستلو لپاره هڅې وکړي او دوی ته د زدهکړو زمینه برابره او په ټولو هغو کچو اوتخصصونو کې، چې ورته اړتیا ده زدهکړې او کار وکړي.
یادې ټولنې له اسلامي امارته وغوښتل، چې پر وروستۍ پرېکړه او پخوانیو فرمانونو له سره غور وکړي.