تازه خبرونه

اسلامي امارت د اسلامي همکاریو ټولنې په غونډه کې د خپل پلاوي له ګډون خبر ورکړ

Published

on

(Last Updated On: )

د بهرنیو چارو وزارت نن یکشنبه د غویي شپالسمه څرګنده کړې، چې د اسلامي امارت یوه پلاوي د ګمبیا هېواد د پلازمېنې بانجول پر کوربتوب د اسلامي همکاریو ټولنې په نننۍ ناسته کې ګډون کړی دی.

د اسلامي هېوادونو د همکاریو ټولنې د مشرانو پېنځلسمه دوه ورځنۍ غونډه پرون (شنبه د غویی پېنځلسمه) پیل شوې ده.

د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې د اسلامي همکاریو ټولنې په غونډه کې د دې وزارت د نړیوالو ټولنو د څانګې ویاند او رییس د اسلامي امارت پر استازیتوب ګډون کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د اسلامي امارت پلاوی به په عمومي غونډه کې د ګډون ترڅنګ د اسلامي همکاریو ټولنې له لوړ پوړیو چارواکو او د دې ټولنې د غړیو هېوادونو له استازو سره هم وګوري او په بېلابېلو موضوعاتو به ورسره خبرې وکړي.

Trending

Exit mobile version