تازه خبرونه
اسلامي امارت د افغانستان خاورې امنیت تضمین کړی هیچا ته ترې ګواښ نشته – مولوي کبیر
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ مولوي عبدالکبیر د یوناما مشرې او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ له کډوالو سره د ملګرو ملتونو د ادارو له شویو مرستو مننه وکړه او وایي: د مهاجرینو لپاره په لنډمهالو پنډغالو کې ډېرې اسانتیاوې او خدمات چمتو شوي او کډوالو ته د دایمي ښارګوټو د وېش لړۍ هم په ښه ډول پر مخ روانه ده او تر دې دمه ۵۸ ښار ګوټي کډوالو ته په پام کې نیول شوي دي.
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت چارسمبالي مولوي عبدالکبیر د یوناما له مشرې او مل پلاويسره په لیدنه کې ډاډ څرګند کړ، چې اسلامي امارت د افغان خاورې امنیت تضمین کړی او د ګاونډ هېوادونو په ګډون نړۍ ته د افغانستان له خاورې کوم ګواښ نشته.
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ مولوي عبدالکبیر د یوناما مشرې او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ له کډوالو سره د ملګرو ملتونو د ادارو له شویو مرستو مننه وکړه او وایي: د مهاجرینو لپاره په لنډمهالو پنډغالو کې ډېرې اسانتیاوې او خدمات چمتو شوي او کډوالو ته د دایمي ښارګوټو د وېش لړۍ هم په ښه ډول پر مخ روانه ده او تر دې دمه ۵۸ ښار ګوټي کډوالو ته په پام کې نیول شوي دي.
نوموړي کډوالو ته د مرستو د کچې پر لوړېدو ټینګار کړی او وایي، چې د مهاجرینو د ښارګوټو په روغولو کې دې د ملګرو ملتونو بنسټونه پراخه ونډه واخلي.
په دې ناسته کې د یوناما مشرې د کډوالو او کورني بیځایه شویو په اړه د اسلامي امارت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او په کابل کې د ملګرو ملتونو د ادارو تر منځ وروستۍ تخنیکي ناسته وستایله او له کډوالو سره یې د مرستو د دوام ډاډ څرګند کړ او یادونه یې وکړه، چې د دې برخې لپاره به نور ډېر مالي امکانات راجلب کړي.
د اوتنبایوا د څرګندونو له مخې؛ یوناما هڅه کوي، چې له اسلامي امارت سره د کډوالو ستونزو ته د رسیدنې لپاره ګډ اغېزمن کارونه وکړي.
نوموړې زیاته کړې؛ د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال د افغانستان حالت له نږدې ارزوي او تمه ده، چې له کډوالو سره د مرستو کچه لوړه شي.
همدارنګه نوموړې په بېلابېلو برخو کې له اسلامي امارت سره پر سیاسي خبرو او بحثونو ټېنګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د بحث وړ مسایل باید د ځانګړو لارو چارو پرمټ حل شي.
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې اسلامي امارت له نړۍ سره د خبرو پلوي کوي او د شریعت په رڼا کې له ټولو اړخونو سره تعامل ته چمتو دی.