تازه خبرونه
اسلامي امارت د افغانستان سیلاب ځپلیو سیمو ته د مرستو راټولولو غوښتنه وکړه
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیالۍ ویلي، چې نن د غوایي پر درویشتمه ملا عبدالغني برادر د بغلان ولایت په مقام کې له ولایتي مسوولینو، د ژغورنې ډلو او مرستندویه ادارو له استازو سره د وروستیو سیلابونو د قربانیانو له کورنیو سره د بېړنیو مرستو، د ټپیانو بېړنۍ درملنې، د خوراکي توکو او لنډمهاله سرپناه برابرولو په اړه وکتل او لازمې سپارښتنې یې وکړې.
ملا برادر تېره شپه بغلان ولایت ته له رسېدو سره سم له سیمهییزو مسوولینو سره د لیدنې پر مهال ویلي، پېښو ته د رسېدنې عالي امارتي کمیسیون له لوري د ژغورنې، روغتیا او ټپیانو د درملنې، د بېړنیو خوراکي توکو رسولو، سرپناه برابرولو د مرستو جلب او جذب او همدارنګه د تکفین او تدفین لپاره جوړو شویو کمیټو پر فعالیت پیل کړی دی.
وروستیو سیلابونو په بغلان، غور، بدخشان، فاریاب او تخار ولایتونو کې زیانونه اړولي، چې پېښو ته د رسېدنې عالی امارتي کمیسیون د پرېکړې له مخې اقتصاد وزارت زیانمنو سیمو ته د مرستو رسولو او راټولولو لپاره ناسته تر سره کړې او له اړوند ادارو، بنسټونو او خلکو یې د مرستو چمتوکولو غوښتنه کړې ده.
په دې ناسته کې د اقتصاد وزارت سرپرست په خپلو خبرو کې ويلي؛ د لومړنيو معلوماتو پر بنسټ، تر اوسه د استوګنې زرګونه کورونه ويجاړ، زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه اوبو وړې، زرګونه څاروي له منځه تللي او يو شمېر دولتي ودانۍ بشپړې یا لږ څه ړنګې شوې دي.
د افغانستان اسلامي امارت اړوند ادارې زیانمنو شویو سیمو ته رسیدلي او د ټولو امکاناتو پر کارولو یې اړوند ډلې کار کوي، چې اړمن کسان وژغوري، ټرانسپورټي اسانتیاوې برابرې او د مرستو رسونې چارې تر سره کړي.
ویل کیږي، چې اقتصاد وزارت د ملګرو ملتونو له ټولو دفترونو، مرستندویه ادارو، کورنیو او بهرنیو موسسو او بنسټونو، صنعتي او سوداګریزو اتحادیو، صرافانو او سوداګرو، خیریه بنسټونو او خپلو هېوادوالو څخه غوښتنه کوي، چې بېړنۍ او درملیزې مرستې، خیمې، کمبلې، خوراکي توکي، مالي مرستې، د سرپناه جوړول او نور لومړني خدمات له خپلو ځورېدلو وروڼو سره د همکارۍ لپاره چمتو کړي.
