تازه خبرونه

اسلامي امارت د افغانستان په ۱۳ ښارونو کې د آزادي راډیو خپرونې بندې کړې

Published

on

د افغانستان د اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو رییس ویلي، چې د افغانستان په ۱۳ ښارونو کې یې د آزادۍ ایف ایم رادیو خپرونې بندې کړې دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو د څارنې مسوول عبدالحق حماد څرګنده کړې؛ دا رادیو د ژورنالیستیکو اصولو خلاف او یو اړخیز خبرونه خپروي.

حماد زياته کړې: دغه رسنۍ د امريکايي اشغال پر مهال خپرونې پيل کړې وې او د ژورناليستيکي اصولو د نه مراعاتولو او يو طرفه خپرونو د خپرولو او منفي تبلیغاتو له کبله تړل بنده شوې ده.

په ورته وخت کې امریکا غږ هم خبر ورکړی، چې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نویو لارښوونو له مخې به د دسمبر له لومړۍ نېټې څخه د افغانستان له دننه څخه د امریکا غږ رادیو خپرونې بندې شي.

Trending

Exit mobile version