تازه خبرونه

اسلامي امارت د افغان شخصیتونو د راستنېدو او اړیکو کمیسیون اعلان کړ

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت د یو داسې سیاسي کمیسون جوړول په ډاګه کړل، چې له افغان شخصیتونو سره اړیکه ونیسي او هغه شمېرڅانګوال، چې وتلي بېرته یې هېواد ته د راتګ لپاره وهڅوي.

د دې کمیسیون د جوړېدو اعلان پرون (چارشنبه د کب ۲۵ ) د اسلامي امارت د کابینې په غونډه وشو.

ویل کېږي، چې کمیسیون به له هغو افغانانو سره اړیکه ونیسي، چې له هېواده وتلي دي. دوی به ترې وغواړي، چې بېرته خپل هېواد ته راستانه شي او د بهرنیو هېوادونو پر ځای له خپلو افغان وروڼو سره په سوله کې ژوند وکړي.

دا افغانان له تېرو څلور لسیزو راپدیخوا په بهر کې اوسیږي او یو شمېر یې په تېر اګست میاشت کې د بهرنیو ځواکونو سره یوځای له هېواده وتلي دي.

د دغه کمیسیون مشري د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي شهاب الدین دلاور ته سپارل شوې ده. د دغه کمیسیون په جوړښت کې د مولوي امیرخان متقي، ملا خیرالله خیرخواه، عبدالحق وثیق، شیخ محمد خالد حنفي، فصیح الدین فطرت او محمد انس حقاني نومونه اخیستل شوي دي.

اروپايي ټولنې د دغه کمیسیون له جوړېدو هرکلی کړی او دا یې د راتلونکي حکومت د مشروعیت لپاره د یوې پراخې تګلارې یوه غوره برخه یاده کړې ده.

Trending

Exit mobile version