تازه خبرونه
اسلامي امارت د امریکا د قانون جوړوونکیود پیسو آزادولو له غوښتنې هرکلی وکړ
د افغانستان اسلامي امارت د امریکا د کانګرس د ۴۶ غړیو له هغې غوښتنې هرکلی کړی، چې له ولسمشر جوبایدن څخه یې د کنګل شوې شتمنۍ د آزادولو غوښتنه کړې ده.
د اسلامي امارت سیاسي مرستیال محمد نعیم په یو لړ ټویټونو کې د امریکا د کانګرس له لوړ پوړیو غړیو مننه کړې، چې د افغانانو غږ یې اورېدلی دی.
محمد نعیم څرګنده کړې؛ مونږ د امریکا د کانګرس له غړیو مننه کوو، چې زمونږ له پرانستي لیک وروسته یې ولسمشر بایډن ته پر افغانستان د بندیزونو د لرې کولو او د مرکزي بانک د کنګل شویو پیسو د خوشې کولو سپارښتنه کړې ده.
هغه دا هم په ډاګه کړې، چې د افغانستان د مرکزي بانک او بانکي سیسټم کنګل کول به یو بشري ناورین رامنځته کړي.
بایډن ته په یوه لیک کې د کانګرس ۴۶ ډیموکراټانو له افغانستان څخه د وتلو پرېکړه ستایلې او دوی د نړیوالو له هغو غوښتنو سره هم همغږي شول، چې پر افغانستان د اقتصادي بندیزونو د لرې کولو غوښتونکي دي.
د امریکا قانون جوړونکیو د جو بایډن پر حکومت غږ کړی، چې افغانستان ته د بېړني مالي لاسرسي په برخه کې د پیسو له نړیوال صندوق سره همغږي رامنځته کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې نړیوالو سازمانونو په سږنی ژمي کې د بېوزلۍ او لوږې له ډېرېدو خبر ورکړی او وایي، چې د افغانستان ۹۷ سلنه وګړي به له بېوزلۍ سره مخ شي.