تازه خبرونه
اسلامي امارت د امریکا له لوري د میلیارډونو او میلیونونو ډالرو د مرستې ادعا رد کړه
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې « امریکا اسلامي امارت ته نه یوازې دا، چې یوه ( افغانۍ ) هم نده ورکړې، بلکې د افغانستان د خلکو میلیارډونه ډالر یې غصب او کنګل کړي دي.»
د افغانستان اسلامي امارت د ډونلډ ټرمپ هغه ادعاوې په کلکه رد کړې، چې ګواکې واکمن حکومت له امریکا څخه میلیارډونه ډالر ترلاسه کوي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې « امریکا اسلامي امارت ته نه یوازې دا، چې یوه ( افغانۍ ) هم نده ورکړې، بلکې د افغانستان د خلکو میلیارډونه ډالر یې غصب او کنګل کړي دي.»
نوموړي زیاته کړې؛ « هغه پیسې، چې امریکا یې یادونه کوي؛ د امریکا هغه مصارف دي، چې ډېره برخه یې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو پر تېښته او وتلو مصرف شوي او یا د هغو افغانانو پر وتلو او ځای پر ځای کولو لګول شوي، چې له دوی سره یو ځای وتښتېدل.»
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ شاید یوه اندازه یې د نړیوالو بنسټونو له لوري په اصطلاح د بشري مرستو پر نوم هم لګیدلې وي.
هغه وایي: « مونږ هم غواړو، چې امریکا دې د مرستو پر نوم دغه ډول لګښتونه قطع کړي؛ ځکه دا پیسې د افغانستان د خلکو په هیڅ درد نهخوري. که دقیق تحلیل وشي، دا ټولې پیسې امریکا د افغانستان پر نوم بېرته د خپلو اهدافو د ترسره کولو لپاره مصرف کړي او هڅه کوي له دې لارې د اسلامي امارت پر وړاندې پروپاګند وکړي.
د امریکا منتخب ولسمشر په دې وروستیو کې ویلي، چې د امریکا له مالي سرچینو څخه په میلیارډونو ډالر اسلامي امارت ته ورکړ شوي دي.
ډونالډ ټرمپ د افغانستان په اړه د جوبایډن پالیسي ناسمه وبلله او زیاتو، چې د واشنګټن اوسنۍ ادارې د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته میلیارډونه ډالر ورکړي دي.
د امریکا منتخب ولسمشر په یوه خبري غونډه کې له افغانستان سره د امریکا د نغدي مرستو یادونه کړې او وایي، چې افغانستان ته د میلیارډونو ډالرو د استولو خبره د باور وړ نده.
ډونلډ ټرمپ د امریکا د اوسني ولسمشر جوبایډن پر اداره نیوکې وکړې او ادعا کوي، چې بایډن د امریکا له خزانې میلیارډونه ډالر ضایع کړي دي.
ټرمپ ویلي: “دا حتی د باور وړ نده، چې مونږ میلیونونه ډالر نه، بلکې په میلیارډونه ډالر په افغانستان کې طالبانو (اسلامي امارت) ته لیږو. دا پیسې د بایډن لخوا لیږل کیږي؛ هماغه کس، چې د امریکا له خزانې څخه ۵۰-۶۰ ټریلیونونه ضایع کړي. هغه څه، چې زمونږ ترټولو مهمه شتمني ګڼل کیږي. د دې کار اجازه باید ورنکړ شي. “
په همدې حال کې یو شمېر کارپوهان په افغانستان کې د امریکا او ناټو شل کلن حضور د روان وضعیت د خرابېدو لامل بولي او وايي، چې دغه هېواد له دې هېواد سره د مرستې او د بهرنیو اسعارو د زېرمو د را ایستلو مسوولیت لري.
دا په داسې حال کې ده، چې امريکا په تېرو درېيو کلونو کې له افغانستان سره له دوه نيم ميليارډو ډالرو ډېره مرسته کړې ده؛ خو د امریکا بهرنیو چارو وزارت پر ځلونو ویلي، چې دا مرستې یوازې د افغانستان د عامو خلکو لپاره د مرستو پروګرامونو ته ورکړ شوي او دا پیسې د اسلامي امارت غړو ته نهرسیږي.
ویل کیږي، چې اسلامي امارت له امریکا څخه د کومې مرستې توقع نلري او نه یې هم کله غوښتنه کړې ده.
