تازه خبرونه

اسلامي امارت د انساني قاچاق پر وړاندې پرېکنده مبارزه کړې – عبدالمتین قانع

د امریکا د بشري قاچاق پر وړاندې د څارنې او مبارزې د دفتر سفیرې سنډي ډیار ویلي، چې افغانستان د انساني قاچاق پر وړاندې د مبارزې په برخه کې په ټیټه کچه یعنې درېیم کتار کې دی.

Published

on

Last Updated on: چنګاښ ۷, ۱۴۰۳

د کورنیو چارو وزارت ویاند د انساني قاچاق په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د راپور په غبرګون کې څرګنده کړې، چې اسلامي امارت د انساني قاچاق پر وړاندې پرېکنده مبارزه کړې او په دې برخه کې خپلې لاسته راوړنې هم لري.

عبدالمتین قانع نن (چارشنبه د چنګاښ شپږمه ) په یوه غږیز پیغام کې ویلي، چې د امریکا دا ادعاوې ردوي؛ځکه، چې کورنیو چارو وزارت د انساني قاچاق په تړاو ۲۱۰ قضیې ثبت کړي او له ۳۰۰ ډېر شکمن کسان یې نیولي دي.

قانع وایي؛ کورنيو چارو وزارت د امنيتي مرستيال پر مشرۍ په مرکز او ولايتونو کې د انساني قاچاق دفترونه لري او په دې برخه کې پرېکنده هڅې کوي.

هغه زیاته کړې؛ د کورنیو چارو وزارت له انساني قاچاق سره د مبارزې په برخه کې روښانه تګلاره لري او په افغانستان کې د انساني قاچاق پېښې محدودې دي.

اسلامي امارت دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت په یوه راپور کې ویلي، چې افغانستان یو له هغو یوولس هېوادونو څخه دی، چې حکومتونه یې د انساني قاچاق پر وړاندې کوټلې مبارزه نه‌کوي.

دغه وزارت د انساني قاچاق په اړه په خپل کلني راپور کې څرګنده کړې، چې د افغانستان اوسني حکومت د انساني قاچاق د مخنیوي په برخه کې کوم ګام پورته کړی ندی او د انساني قاچاق مسلې ته یې پاملرنه کمه ده.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي: د ۲۰۲۴ د انساني قاچاق راپور د امریکا په ګډون په ۱۸۸ هېوادونو کې له انساني قاچاق سره د مبارزې لپاره د هڅو یوه پراخه او هدفي ارزونه ده. له دوه لسیزو څخه زیات، دې راپور د قاچاق قضیې مستندې کړي؛ د پرمختګ ساحې او د پرمختګ نشتوالی پر ګوته کوي او له انساني قاچاق سره یې د مبارزې اغېزمن نوښتونه پر ګوته کړي.

سربېره پر دې امریکا د بشري قاچاق پر وړاندې د څارنې او مبارزې د دفتر سفیرې سنډي ډیار ویلي، چې افغانستان د انساني قاچاق پر وړاندې د مبارزې په برخه کې په ټیټه کچه یعنې درېیم کتار کې دی.

هغه وایي؛ امریکا د پرله‌پسې پېنځم کال لپاره ۱۱ هغه هېوادونه، چې د انساني قاچاق پالیسي تعقیبوي پېژندلي دي. په دې هېوادونو کې افغانستان، برما، چین، کیوبا، اریتریا، ایران، کوریا، روسیه، سویلي سوډان ، سوریه او ترکمنستان  شامل دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په دغه راپور کې له اسلامي امارت وغوښتل، چې د انساني قاچاق پر وړاندې عملي ګامونه پورته کړي.

دغه وزارت وړاندیز کړی، چې د قربانیانو د پېژندلو لپاره دې هڅې زیاتې شي، د اغېزمنو کسانو، نرینه او ښځو د خوندیتوب لپاره دې له مدني ټولنې سره همکاري زیاته شي، د قاچاق پر وړاندې د مبارزې قانون دې تصویب شي او هر ډول انساني قاچاق دې جرم وپېژندل شي.

کورنیو چارو وزارت په افغانستان کې له انساني قاچاق سره د مبارزې له روښانه تګلارې خبر ورکوي او وایي، چې د انساني قاچاق پېښې د تېر پر پرتله محدودې شوې دي.

اړوند خبرونه: 

په افغانستان کې د انساني قاچاق په اړه د غربي هېوادونو پروپاګند بي ځایه دی

Trending

Exit mobile version