تازه خبرونه
اسلامي امارت د ایران د حقآبې په اړه شوي تړون ته ژمن دی – امیر خان متقي
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د دوشنبې پر ورځ (د غبرګولي لومړۍ ) په ډاګه کړه، چې د افغانستان اسلامي امارت د ۱۳۵۱ لمریز لېږدیز کال تړون ته ژمن دی.
د ایران د اوبو د حقونو په اړه امیرخان متقي وايي، چې په افغانستان او سیمه کې وچکالي باید له پامه ونه غورځول شي.
امیرخان متقي څرګنده کړې؛ د ژغورنې د نړیوالې ټولنې د وروستي راپور له مخې، افغانستان په نړۍ کې د اقلیم د بدلون له کبله درېیم زیانمن هېواد دی او د اقلیم د بدلون تر ټولو ناوړه اغېز د دغه هېواد د اوبو پر سرچینو شوی دی.
هغه وایي: مونږ د ايران له چارواکو هم هيله لرو، چې د ١٣٥١ ل. ل کال له تړون سره خپلې تمې تعديل کړي او د قضاوت او تبصرو معيار بايد په دغه تړون کې د موجودو احکامو پر بنسټ وي.
امیر خان متقي د ایران د سیستان او بلوچستان اوسیدونکیو ته په خطاب کې ویلي: د سیستان او بلوچستان ګرانو وروڼو باور ولرئ، چې زمونږ زړه ستاسو لپاره همدومره سوځي لکه د نیمروز، فراه او هلمند د خلکو لپاره او مونږ ستاسو درد خپل درد ګڼو.
نوموړي دغه راز زیاته کړې: د کمال خان بند کې اوبه نشته. تاسې پوهېږئ، چې له کجکي بند څخه تر سیستان بلوچستان پورې واټن شاوخوا ۶۰۰ کیلومتره دی او له بلې خوا دغه دښتې تږې او بې اوبو دي او که په لاره کې لږې اوبه هم وي، یا به د ځمکې له لارې جذبېږي او یا هم تبخیریږي.
نوموړي دا هم څرګنده کړې؛ د کجکي بند، چې څو لسیزې وړاندې جوړ شوی، له بده مرغه د کثافاتو او رسوباتو له امله یې د اوبو د زېرمه کولو وړتیا نیمايي ته راکمه شوې ده.
هغه وايي، په دې برخه کې دې واقعیتونو ته باید پوره پاملرنه وشي.
امیر خان متقي له ایرانه وغوښتل، چې د اوبو پر حیاتي مسله دې سیاست نهکوي.
متقي ایراني چارواکو ته په خطاب کې ویلي: دا غوره ده، چې دا ډول مسایل (د اوبو د حق په ګډون) په رسنیو کې د ناندرو راپورته کولو پر ځای د تفاهم او مخامخ خبرو له لارې حل شي.
امیرخان متقي وايي، د افغانستان اسلامي امارت په تېرو دوه کلونو کې د هغو ستونزو د حل لپاره ګامونه پورته کړي، چې د کنټرول او حل وړ دي؛ خو هغه بې واکه قوتونه، چې له انساني وړتیاوو پورته دي، چې د اقلیم د بدلون له کبله رامنځته کېږي؛ باید درک شي او د حل ورته رامنځته کیږي.
