تازه خبرونه
اسلامي امارت د بریکس په ناسته کې د ګډون غوښتنه وکړه
ترکیه نیز از آمادگی این کشور برای پیوستن به این ائتلاف اقتصادی خبر داده است.
د افغانستان د چارسمبالي حکومت د بهرنیو چارو وزارت د کازان په بریکس غونډه کې د ګډون لیکلې غوښتنه کړې ده.
دغه وزارت د بریکس په سرمشریزه کې د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د ګډون لپاره له روسیې لیکلې غوښتنه کړې ده.
د بریکس نومې ډلې د جوړولو پلان په ۲۰۰۱ ز. کال کې د ګلډمن ساکس پانګونې اندتون لخوا وړاندیز شوی و، چې په راتلونکې نیمه پیړۍ کې د نړۍ اقتصادي وضعیت او د لوړ ځواک وړاندوینه یې وکړي.
د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په یوشپېتمه غونډه کې د برازیل، روسیې، هند او چین بهرنیو چارو وزیرانو پرې لومړنۍ خبرې اترې پیل کړې.
د بريکس لومړۍ غونډه د ٢٠٠٩ کال د جون پر شپاړلسمه د روسيې په يکاترينبورګ ښار کې د برازيل، روسيې، هند او چين په شتون کې جوړه شوه.
کله، چې سویلي افریقا په ۲۰۱۰ کال کې ور سره یوځای شوه؛ نو د دې ائتلاف نوم هم پر بریکس بدل شو.
بریکس د نړۍ د ترټولو اړینو مخ پرودې هېوادونو د راټولولو لپاره وړاندیز شوی، چې د شمالي امریکا او لویدیځې اروپا د بډایه هېوادونو سیاسي او اقتصادي ځواک ننګوي.
دغه ائتلاف په وروستیو کلونو کې د پام وړ پراخوالی لیدلی او اوس په کې ایران، مصر، ایټوپیا او متحده عربی امارات هم راټول شوي دي.
له دې مخکې د بریکس هېوادونو (برازیل، روسیه، هند، چین او جنوبي افریقا) اعلان کړی و، چې افغانستان باید د ترهګرو پر روزنیز مرکز بدل نشي.
ترکيې هم له دې اقتصادي ائتلاف سره د يوځای کېدو لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی دی.
تمه ده، چې د بریکس مشران په دې غونډه کې د اوکتوبر له دوهویشتمې څخه تر څلیریشتمې پورې د روسیې د لویدیځ په کازان ښار کې سره راټول او د نویو غړیو د منلو په اړه خبرې وکړي.
که ترکیې ته د بریکس د غړیتوب بلنه ورکړ شي؛ دا به د ناټو لومړنی غړی هېواد وي، چې د روسیې او چین پر مشرۍ له دې غیر غربي اقتصادي ائتلاف سره یوځای کیږي.