تازه خبرونه
اسلامي امارت د بهرنیو مرستو په روان وېش کې د پوره ونډې غوښتونکی شو
د اسلامي امارت حکومت د بشردوستانه مرستو د همغږۍ د ګډې عالي کمېټې پر جوړولو د بهرنیو بشري مرستو په روان وېش کې د پوره ونډې غوښتنه کړې ده.
د رویټرز د څرګندونو له مخې: تر اوسه څرګنده نده، چې ملګري ملتونه او بهرني حکومتي بنسټونه به له دې طرحې ملاتړ وکړي؛ ځکه، چې نړیوالو مالي مرستو ته به د اسلامي امارت لاسرسۍ، چې تر تحریم لاندې دي د پام وړ ډېر شي.
اسلامي امارت غواړي، چې په دې کمېټه کې د نړیوالو ټولنو استازي او افغان چارواکي ونډه ولري.
د اسلامي امارت د لومړي وزیر مرستیال عبدالسلام حنفي په کابل کې یوې خبري غونډې ته، چې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي رامز الاکبروف په ګډون جوړه شوې وه وویل: د همغږۍ د دې لوړ پوړې کمېټې موخه د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو آسانتیا او پر اړمنو خلکو د مرستو وېشل دي.
بهرنیو حکومتونو د خپلو بشردوستانه مرستو لړۍ له دې خبرداری سره ګړندۍ کړې، چې په افغانستان کې د اقتصادي کړکېچ له پراخېدو سره ښايي میلیونونه خلک له لوږې سره مخ شي؛ خو هڅه کوي، چې دغه مرستې د اسلامي امارت له لاسوهنې لرې وساتي.
اسلامي امارت په دې وروستیو کې اعلان وکړ، چې د دولتي مامورینو د معاشونو د ورکړې لپاره له بهرنیو مرسته شویو غنمو کار اخلي. په داسې حال کې، چې ويل کېږي دغه غنم له اړمنو سره د مرستې په موخه ورکړ شوي دي.
الاکبروف رویټرز ته ویلي، چې د ملګرو ملتونو ادارې له دې مخکې له اسلامي امارت سره د مرستې په اړه خپلې غوښتنې اعلان کړې وې؛ خو اصلي شرط یې دا و، چې مرستې د ښځینه کارکوونکیو په ګډون ټول هېواد ته ورسیږي.
د ۲۰۲۱ زېږدیز کال د اګست پر ۱۵ په کابل کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان کمزوری اقتصاد د ناورین تر څنډو ورساوه او د مرستو له تحریم سره مخ شو.
