تازه خبرونه

اسلامي امارت د بودا پژو له پاتېشونو ساتنه کوي – محمدي

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۵, ۱۴۰۰)

د بامیان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ مشر مولوي سیف الرحمان محمدي ويلي، چې کلونه مخکې د بودا پژو( مجسمو) له ویجاړولو ځانګړی علت درلود؛ خو اسلامي امارت یې اوس د پاتو برخو ساتنه کوي.

په بامیان ولایت کې د بودا پژې دوه نیمې لسیزې مخکې له څه نا څه نیمګړتیاوو سره دنګې ولاړې وې؛ خو طالبانو یې د خپلې لومړنۍ واکمنۍ پر مهال ځینې نورې برخې هم ویجاړې کړې، چې نړۍ یې په اړه بېلابېل غبرګونونه وښودل.

دا په نړۍ کې د بودا تر ټولو لوړې لرغونې پژې وې، چې صلصال او شمامه نومیږي او اوس ترې لوټې پاتې دي.

د بامیان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ مشر ويلي، چې د بودا پژو له پاتېشونو ساتنه کوي او د سیلانیانو پر مخ یې دروازې پرانیستې دي.

د بامیان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ مشر مولوي سیف الرحمان محمدي وايي؛ د بامیانو د بودا له پژو څخه په لیدنه کوم محدودیت نشته او خلک کولی شي، چې د بامیانو له لرغونو سیمو لیدنه وکړي. دې ولایت ته اوس تر ډېره د ختیځو او لویدیځو ولایتونو سیلانیان راروان دي.

د بودا دې پژو هرې یوې ۵۳ او ۳۵ مټره لوړوالی درلود، چې د افغانستان د هغه وخت له مهمو او لرغونو آثارو څخه شمېر کیدې او د نړۍ ګڼ سیلانیان یې ځان ته جذبول.

لرغونپوهانو ويلي، چې د بودا غټه پژه صلصال په ۵۰۷ او وړه هغه شمامه په ۵۵۴ زېږدیزو کلونو کې پر یوناني او بودايي سبکونو توږل شوې وې.

دیني عالم رحمت الله ویلي؛ د بودا پزې په ۲۰۰۱ زېږدیز کال د عقیدتي مسایلو پر بنسټ ویجاړې شوې.

نوموړی زیاتوي: په لومړي پړاو کې د پژو د ویجاړولو په اړه اسلامي امارت بېړنۍ پرېکړه نده کړې. په دې اړه پوره غور شوی؛ له عقیدوي او اسلامي څېړنو وروسته یې هغه ویجاړې کړې دي.  

د دغو پژو د بیا رغونې لپاره د تېر حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د یونسکو او یو شمېر هېوادونو پر مرسته هڅې پیل کړې، چې ترې نیمګړې پاتې شوې.

صلصال د نرینه او شمامه د ښځې پژه ده، چې شاوخوا ته یې اته نور لرغوني وړې پژې توږل شوي، چې د دوی د اولادې ښکارندویې بلل کیږي. دادوه سترې پژې له یو بل ۸۰۰ مټره واټن لري.

که څه هم نن په بامیانو کې د هندویزم او بودیزم خبر نشته؛ خو دا پژې د افغانستان په مهمو لرغونو آثارو کې شېرل کیږي او خلک یې سیل ته ورځي.

لرغون پوهانو ويلي، چې لومړی ځل عرب مسلمان د حجاج بن یوسف په وخت کې پر بامیان واکمن شول او څه برخه یې ونړول شوه، د چنګیز خان پر مهال هم زیانمنې شوې او د امیرعبدالرحمن خان په وخت کې یې د نړولو او ویجادولو هڅې شوې دي. په یادو ټولو پېرونو کې یو زیات شمېر لرغوني آثار له دې ځایه لېږدول شوي او پر سره زر پوښل شوي معبدونو ته زیانونه اوښتي دي.

د یادونې ده، چې د سیمې د خلکو او د اسلامي امارت د هغه وخت د یو شمېر مسوولینو لخوا کشمیري طالبان د بودا پژو پر نړولو تورن شوي، چې له هندوانو سره یې د عقدو له مخې دا کار کړی دی.  

Trending

Exit mobile version