تازه خبرونه

اسلامي امارت د ثور اتمه د مجاهدینو د بریا او د کمونستانو د ماتې کلیزه ونمانځله

که څه هم په دې مراسمو کې د مجاهدینو له لاسته راوړنو ستاینه وشوه؛ خو کورنۍ جګړې وغندل شوې.

Published

on

مجاهدينو ۳۳ کاله مخکې د پخواني شوروي تر ملاتړ لاندې حکومت راوپرځاوه؛ خو د اسلامي امارت د چارواکو د څرګندونو له مخې، په هېواد کې واک ته د ځينو مشرانو لېولتیا د کورنيو جګړو لامل شوه او اسلامي نظام رامنځته نشو.

که څه هم په دې مراسمو کې د مجاهدینو له لاسته راوړنو ستاینه وشوه؛ خو کورنۍ جګړې وغندل شوې.

د وسلوال پوځ لوی درستیز فصیح الدین فطرت وايي؛ د یو شمېر جهادي مشرانو واک او تسلط د دې لامل شو، چې هېواد په کورنۍ جګړه کې ښکېل او د اسلامي نظام د جوړېدو مخه ونیول شي.

 لوې درتسیز وايي، که څوک د افغانستان د بیا اشغال فکر وکړي؛ نو افغان ولس به زر کاله نور هم جګړه وکړي، چې د چا مستعمره نشي.

 فصیح الدین فطرت همدا راز زیاته کړې؛ که څوک له هېواده د تښتېدلو کسانو پر کارولو د افغانستان د اشغال په فکر کې وي؛ نو افغان ولس د نورو زر کلونو لپاره د استعمار پر وړاندې مبارزې ته چمتو دی.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت چارسمبالي(سرپرست) نورالله نوری ويلي؛ افغانستان به ډېر ژر په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې له نورو هېوادونو سره برابر شي.

دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارسمبالي خیرالله خیرخواه د اسلامي امارت له مسوولینو غوښتي، چې له واک‌غوښتنې تېر شي؛ ځکه د زیات نفوذ هڅه د خلکو ترمنځ د نفاق لامل کیږي.

ویل کیږي، چې د تېرو څلور لسيزو ناورین، چې له کبله يې ميليونونه خلک کډوال شوي او نن په هېوادونو او په ځانګړي توګه ایران او پاکستان کې له سختو شرايطو سره مخ دي. د وسلوال ځواک لوى درستيز د دغو کډوالو پر باعزته راستنېدو ټينګار کوي او وایي، چې د کډوالو سپکاوى ورته د زغم وړ ندى.

Trending

Exit mobile version