تازه خبرونه
اسلامي امارت د جدي شپږمه د شوروي اتحاد یرغل وغانده
د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي: « له نن څخه ۴۵ کاله وړاندې د ۱۳۵۸ کال د جدې پر شپږم تاریخ د پخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو د خپلو لاسپوڅو پر ملتیا پر افغانستان تېری وکړ؛ خو د افغانستان مېړني ولسونه یې پر وړاندې ټینګ ودرېدل.»
د افغانستان اسلامي امارت پر افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل د پیل د ۴۵ کلیزې په مناسبت په خبربانه کې د جدي شپږمه د شوروي اتحاد یرغل غاندلی او د افغانانو مباره یې ستایلې ده.
د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي: « له نن څخه ۴۵ کاله وړاندې د ۱۳۵۸ کال د جدې پر شپږم تاریخ د پخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو د خپلو لاسپوڅو پر ملتیا پر افغانستان تېری وکړ؛ خو د افغانستان مېړني ولسونه یې پر وړاندې ټینګ ودرېدل.»
د خبرپاڼې له مخې؛ افغانان له ۹ کاله مبارزې او جهاد وروسته داسې ورځ ولیده، چې سرو لښکرو په افغانستان کې ماتې وخوړه او له افغانستان څخه ووتل.
اسلامي امارت ویلي، چې راتلونکي نسلونه باید تل د دین، خپلواکۍ او وطن په دفاع کې د خپلو پخوانیو اسلافو پیروي وکړي او د هر ډول تېري او ظلم پر وړاندې ودریږي.
