تازه خبرونه

اسلامي امارت د حکومت په کابینه او نورو ادارو کې ۲۷ نوې ګمارنې و کړې

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۲, ۱۴۰۰)

د افغانستان اسلامي امارت چارواکو د حکومت په اړوند پوستونو کې د ۲۷ کسانو نومونه اعلان کړل.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد څرګنده کړې؛ د اسلامي امارت د مشرتابه ملا هبة الله اخوندزاده د سپارښتنې له مخې په حکومتي کابینه او یو شمېر ادارو کې نوي بدلونونه رامنځته شوې دي.

د ذبیح الله مجاهد د  ټویټ په نوملړ کې راغلي؛ مولوي شهاب الدین دلاور د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالی او ملا محمد عباس اخند د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د چارسمبالي وزیر په توګه ټاکل شوي دي.

پر دې سربېره ٢٥ نور کسان د مرستيال وزيرانو، د قول اردوګانو د قومندانانو او د خپلواکو ادارو د مشرانو په توګه ټاکل شوي دي.

دغه نوې ګمارنې دا دي:

  • د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالی مولوي شهاب الدین دلاور،
  • د کانونو او پټرولیم وزارت مرستیال حاجي ملا محمد عیسی اخوند،
  • د پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت چارسمبالی ملا محمد عباس اخوند،
  • د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت د مرستیال په توګه مولوي شرف الدین،
  • د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت مرستیال مولوي عنايت الله،
  • د ملي تدارکاتو ریاست مشر مولوي حمدالله زاهد،
  • د ملي تدارکاتو ریاست مرستیال شیخ عبدالرحیم،
  • د پلټنې عالي ادارې مشر مولوي قدرت الله جمال،
  • د پلټنې عالي ادارې مرستیال مولوي عزت الله،
  • د زندانونو ریاست چارسمبالی مولوي محمد یوسف مستري،
  • د زندانونو ریاست مرستیال ملا حبیب الله فضلي،
  • د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون مشر مولوي کرامت الله اخوندزاده،
  • د سرحدونو او قبايلو وزارت مرستيال مولوي احمد طه،
  • د سرحدونو او قبایلو په وزارت کې د کوچیانو مشر مولوي ګل زرین،
  • د شهیدانو او معلولینو وزارت مرستیال شیخ مولوي عبدالحکیم،
  • د پوهنې وزارت مرستیال مولوي سعید احمد شهید خېل،
  • د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت مرستیال مولوي عبدالرحمن حلیم
  • د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي،
  • د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو مرستیال ملا فیض الله اخوند،
  • د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مرستیال مولوي سیف الدین طیب،
  • د کندهار هوايي ډګر قومندان مولوي فتح الله منصور،
  • د پوځي محکمې اجرائیوي قومندان محمد اسماعیل،
  • د سره صلیب مرستیال مولوي عصمت الله عاصم
  • په کندهار کې د البدر قول اردو مرستیال مولوي رحیم الله محمود،
  • په هلمند کې د عظيم قول اردو مرستيال مولوي عبدالصمد،
  • د مالیې وزارت مرستیال ملا ناصر اخند،
  • د انرژۍ او اوبو وزارت مرستیال مولوي عارف الله عارف،

ویل کیږي، چې د اسلامي امارت مشرتابه شیخ هبة الله اخوندزاده له دې مخکې پر یوه فرمان د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې والیان او د هغوی مرستیالان تغییر او تبدیل کړي او اطاعت ترې شوی دی.

Trending

Exit mobile version