تازه خبرونه

اسلامي امارت د خبرو اترو د ملاتړ په اړه د لاوروف له څرګندونو هرکلی وکړ

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن (یکشنبه د چنګاښ رېیمه) په یوه خبرپاڼه کې له دغو څرګندونو څخه د هرکلي ترڅنګ ټینګار کړی، چې اسلامي امارت تل د یوه مسوول حکومت په توګه چمتو دی، چې له ټولو اړخونو سره د ګډو مسلو په اړه پراخ او پایله‌لرونکی بحث ولري.

Published

on

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت له اسلامي امارت سره د خبرو اترو د ملاتړ په اړه د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف له څرګندونو هرکلی کړی دی.

سرګې لاوروف د جمعې پر ورځ د قزاقستان په الماتا ښار کې د ډله‌ییز امنیت تړون ټولنې د بهرنیو چارو د وزیرانو د شورا له غونډې وروسته په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې د دې ټولنې غړي هېوادونه لېواله دي، چې له اسلامي امارت سره باید منظمې او اساسي خبرې اترې وشي.

اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره هراړخیزو او ګټورو خبرو اترو ته چمتو دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن (یکشنبه د چنګاښ رېیمه) په یوه خبرپاڼه کې له دغو څرګندونو څخه د هرکلي ترڅنګ ټینګار کړی، چې اسلامي امارت تل د یوه مسوول حکومت په توګه چمتو دی، چې له ټولو اړخونو سره د ګډو مسلو په اړه پراخ او پایله‌لرونکی بحث ولري.

لاوروف همداراز ادعا کړې، چې افغانستان اوس هم د امنیتي ګواښونو سرچینه ده او په دې هېواد کې داعش، القاعده او ورسره نورې تړلې ډلې شتون لري.

یو شمېر سیاسي کارپوهان هم له هېوادونو سره د رسمي اړیکو او همکارۍ یوازنۍ لار خبرې اترې ګڼي او وايي، چې دا ډول خبرې له نړۍ سره د اسلامي امارت د اړیکو د پراخېدو او له نړیوالې انزوا څخه د  اسلامي امارت د وتلو لامل ګرځي.

اسلامي امارت په وار وار ویلي چې د افغانستان خاوره به د هیڅ هیواد پر ضد نه کارول کیږي او په تیرو دوو کلونو کې هیڅ هیواد د افغانستان له خاورې نه ګواښل شوی او نه به و ګواښل شي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې د «اشغال له پای ته رسیدو» سره په افغانستان کې د ناامنۍ عوامل له منځه تللي او د پانګونې او د سترو پروژو د پلي کېدا لپاره شرایط برابر شوي دي.

مطالب مرتبط:

له اسلامي امارت سره تعامل مو د ملي ګټو اړتیا ده – روسیه

اسلامي امارت د افغانستان د ثبات لپاره کار کړی ـ لاوروف

Trending

Exit mobile version