تازه خبرونه

اسلامي امارت د خپلواکۍ ۱۰۳ کلیزه په شاندارو مراسمو ونمانځله

Published

on

(Last Updated On: زمری ۲۹, ۱۴۰۱)

د افغانستان اسلامي امارت او خلکو د جمعې پر ورځ د زمري ۲۸ د کابل ولايت په مقام کې د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو١٠٣ کليزه ونمانځله.

د کابل والي ندا محمد ندیم زیاته کړې؛ دا ورځ د انګریزانو د ماتې او رسوایۍ ورځ ده.

سلامي امارت د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د اسلام د مبارک دین د لارښوونو پر بنسټ ښې اړیکې غواړي.

د اسلامي امارت یو شمېر چارواکو په دې غونډه کې ډاډ څرګند کړ؛ هیچا ته به اجازه ورنکړي، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.

د اسلامي امارت په یوه رسمي اعلامیه کې راغلي؛ حکومت د خپلواکۍ د بېرته ګټلو ورځې او خپلواکۍ ساتنې ته ژمن دی او د نړۍ او سیمې له هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.

 په دې اعلامیه کې له نړۍ غوښتل شوي، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونکړي.

غونډې ته د رییس الوزا هغه پیغام هم ولوستل شو، چې په کې امنیتي ځواکونو ته له خلکو سره د ښه چلند سپارښتنه شوې ده.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمان حقاني وایي؛ اسلامي امارت د دې خاورې، خلکو او ناموس ساتنې او دفاع ته ژمن دی.

نوموړي د اسلامي امارت مخالفانو ته هم خبرداری ورکړ، چې له مخالفته لاس واخلي.

خلیل الرحمن حقانی ویلي؛ ختیځ او لویدیځ باید افغانان نور امتحان نکړي. افغانانو خپل امتحان ورکړی دی او اړتیا نشته، چې بیا امتحان شي.

یو شمېر ګډونوالو او دیني عالمانو بیا په هېواد کې د نظام پر ټینګښت، د ښوونځیو پر پرانیستلو او د اقتصادي ستونزو په حل ټینګار وکړ.

د انرژۍ او اوبو وزارت سلاکار داکتر فاروق اخظم څرګنده کړې؛ یوه مسله، چې دوی (لویدیځ) پرې ټینګار کوي او هغه څه، چې خلک یې هم غواړي د نجونو د زدکړې مسله ده. زه د سپین ږیري په توګه له امارت څخه غوښتنه کوم، چې دا مسله د مصلحت په خاطر حل کړي؛ که نه، نو لویدیځه نړۍ به په شل کلونو کې هم امارت په رسمیت ونه پېژني.

د دې غونډې په پای کې د اسلامي امارت مسوولینو له دیني عالمانو وغوښتل، چې د امنیت په خوندیتوب کې له امنیتي بنسټونو سره همکاري وکړي او له خلکو یې هم وغوښتل، چې له اشخاصو نه، بلکې له اسلام څخه دفاع وکړي.

دغه راز د افغانستان د خپلواکۍ ورځ د ملي دفاع په وزارت کې هم ونمانځل شوه او د دفاع وزارت چارسمبالي محمد یعقوب مجاهد د خپلواکۍ څلي ته د ګلو ګېډۍ کېښوده.

د ملي دفاع وزارت چارسمبالي مل پاسوال محمد یعقوب مجاهد وویل، د افغانستان خلکو د تاریخ په اوږدو کې غلامي نده منلې او د هر یرغلګر پر وړاندې ولاړ او مبارزه یې کړې ده.

نوموړي زیاته کړې: مونږ تعامل غواړو؛ مونږ غواړو، چې هېواد مو پرمختګ وکړي، اقتصاد مو پیاوړی شي، سیاسي پرمختګ غواړو، په سیمه ییزه کچه پیاوړې اردو غواړو؛ خو نه پر هغې بیې، چې خپلواکي مو تر پوښتنې لاندې راشي.

هغه ټینګار کوي، چې د خپلواکۍ ساتل او ترلاسه کول به تل له سیاسي او اقتصادي ستونزو سره مخ وي؛ خو د افغانستان خلک باید صبر وکړي، ځکه ښه راتلونکې په مخ کې ده.

د ملي دفاع وزارت سرپرست زیاته کړې، افغانان باید د تېر په څېر د هېواد راتلونکی له خطر سره مخ نکړي؛ ځکه اوسمهال د مذهبي، فرقه ییزې او قومي جګړو د تودولو هڅې روانې دي او څوک، چې ځان افغان او ژمن بولي باید پرې نږدي، چې پر ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو معامله وکړي.

Trending

Exit mobile version