تازه خبرونه
اسلامي امارت د دوحې غونډې ته بلل شوی ندی – ملګري ملتونه
د ملګرو ملتونو ویاند د جمعې پر ورځ ویلي، چې د دې ټولنې عمومي منشي انتونیو ګوترش اسلامي امارت ته په دوحه کې د افغانستان په اړه د بېلابېلو هېوادونو له ځانګړيو استازیو سره په ناسته کې بلنه ورکړشوې نهده.
د رویترز د څرګندونو له مخې؛ د ملګرو ملتونو ویاند ستیفن دوجاریک ویلي: عمومي منشي چارواکو ته بالفعل بلنه نهده ورکړې.
تېره اوونۍ د دغه سازمان د سرمنشي د مرستیال له څرګندونو وروسته، چې ناندریزې شوې؛ ملګرو ملتونو ټینګار وکړ، چې غونډه به د اسلامي امارت د احتمالي پېژندګلوۍ په اړه راونهڅرخیږي.
دوجاریک ویلي؛ د دوشنبې او سې شنبې پر ورځو به په قطر کې د افغانستان په اړه غونډه جوړه شي. دا ناسته به د الپاتې لارې د ګډو اهدافو په اړه د نړیوالو د ښکېلتیا او تعامل پر پیاوړتیا راوڅرخیږي.
د ګوترس مرستیالې امینه محمد ویلي وه، چې د دوحې غونډه هغه کوچني ګامونه موندلی شي، چې مونږ بېرته د پېژندلو لارې ته راوګرزوي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم د پنجشنبې پر ورځ په متفقه توګه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو لپاره د افغان ښځو پر کار کولو بندیز وغانده او د اسلامي امارت پر مشرانو یې غږ وکړ، چې ژر تر ژره خپله د بندیزونو پرېکړه بېرته واخلي.
اسلامي امارت ويلي؛ د شریعت له مخې د ښځو حقونو ته درناوی کوي.
د بهرنیو چارو وزارت د جمعې پر ورځ د مبلګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړې په غبرګون کې ویلي، چې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د افغان میرمنو د نه کار کولو پرېکړه یوه کورنۍ ټولنیزه مسله ده او بهرنیان دې د دې موضوع له سیاسي کولو ډډه وکړي.
